د لاس رسي وړ اتصالات

روبات به هوايي ډګر کې د انسانانو موټر پارک کوي


دغه روباټونه د”سټنلي روباټکز“ په نوم یو فرانسوي شرکت جوړ کړي.
دغه روباټونه د”سټنلي روباټکز“ په نوم یو فرانسوي شرکت جوړ کړي.

یو فرانسوي شرکت په هوايي ډګرونو کې د پارکینګ د ځایونو د کموالي او نشتوالي د ستونزو د حل لپاره روباتونه جوړ کړي دي.

ټاکل شوې چې دا روباتونه به ډېر ژر د لندن د ګتویک هوایي ډګر کې په کار وګمارل شي.

دوي هیله لري چې روباتونه به وکولی شي چې په همدغومره ساحې کې ډیر موټر ودروي او د ځای د کموالي ستونزې تر ډیره بریده حل کړي.

د ګتویک هوایي ډګر د لندن دویم تر ټولو ستر هوایي ډګر دی چې په ۲۰۱۸ کې ترینه ۴۶.۱ میلیون خلکو پروازونه کړي.

دغه روباټونه د”سټنلي روباټکز“ په نوم یو فرانسوي شرکت جوړ کړي چې تر دې وړاندې یې همدغه روباټونه د فرانسې په دوو هوایي ډګرونو کې کارولي و.

چارواکي وایي چې ددغې ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې به وکولی شي د ۱۷۰ تمځایونو پر ځاې ۲۷۰ تمځایونه جوړ کړي چې ځاې پر ځاې به ۱۰۰ نورو موټرو پارک کیدلو ته ځاې پیدا شي.

چارواکي وایي چې د هوایي ډګر د پارکنګ په دروازه کې به اته کابینونه وي چې خلک به خپل موټر هلته ورولي، پیسې به تحویلوي او خپلې کیلي ګانې به لا ځانه سره اخلي او ځي به. د هغې وروسته به روباټ راځي، موټر به له ځانه سره وړي او په تمځاې کې به یې دروي.

د موټرو د پارکنګ کابین
د موټرو د پارکنګ کابین

چارواکي زیاتوي چې دغه روباټ به د الوتکو معلوماتو ته لاسرسۍ ولري او کله هم چې د موټر د خاوند الوتکه بیرته هوایي ډګر ته ستنیږي، دغه روباټ به یې موټر ورته بیرته کابین ته راولي. پخپله د موټر خاوند هم کولی شي چې هر کله یې خوښه وي خپل موټر کابین ته وغواړي.

د هوایي ډګر مسئولین وايي چې اوس مهال به دغه پروژه په امتحاني ډول پر مخ بیايي او که چیرته ښه نتیجه یې ورکړه نو د هوایي ډګر ټول پارکنګونه به په همدغې بڼې جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG