د لاس رسي وړ اتصالات

د بګرام په هوايي ډګر د توغندیو برید شوی


افغان نظامي چارواکو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي چې د بګرام په هوايي ډګر د توغندیو برید شوی دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو نن د اپریل په نهمه په یوې اعلامیه کې ویلي چې نن سهار د بګرام په هوايي ډګر کې پنځه توغندي لګېدلي خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تائید کړې ده چې دا برید د پنجشنبې په ورځ د اپریل په نهمه (وري ۲۱) د سهار شاوخوا ۵:۴۰ بجې شوی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین خبریالانو ته وویل توغندي د قلعچې په نوم کلي کې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی او طالبانو هم په کې لاس لرل رد کړي دي.

خو دغې ډلې له دې وړاندې ګواښ کړی و که امریکايي ځواکونه او متحدین یې پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي، په متقابل عمل به لاس پورې کړي.

د بګرام په هوايي ډګر د توغندیو برید په داسې حال کې شوی چې تیره ورځ افغان حکومت له دغه زندان څخه ۱۰۰ طالب بندیان خوشې کړل او ټاکل شوې چې نن د دغې ډل ۱۰۰ نور بندیان هم خوشې شي.

XS
SM
MD
LG