د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: امریکا د سولې له تړونه سرغړونه کړې


زلمی خلیلزاد او ملا برادر د سولې تړون د لاسلیک پر مهال
زلمی خلیلزاد او ملا برادر د سولې تړون د لاسلیک پر مهال

وسله والو طالبانو د امریکا متحده ایالات او د هغوی نور داخلي او بهرني همکاران د سولې له توافقنامې څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

طالبانو نن یکشنبه اپرېل پنځمه (وري ۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي سره له دې چې جنګسالي یې «د بریدونو وړتیا لري»، خو د سولې تړون تر لاسلیک وروسته په لویو ښارونو او د افغان ځواکونو پر مرکزونه یې بریدونه نه دي کړي.

دغه ډله وايي، دوی د سولې هوکړه لیک ته ژمن دي، خو وايي، امریکا او د هغوی داخلي او کورنیو همکارانو پر طالب جنګیالیو هوايي او ځمکني بریدونه او چاپې وهلي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: "د امریکايي لوري او د دوی د داخلي او خارجي نظامي ملاتړو لخوا زموږ په وړاندې ښکاره سرغړونې شوي دي."

وسله والو طالبانو د هغوی د ۵۰۰۰ جنګیالیو خلاصولو په برخه کې د ځنډ رامنځته کېدل هم له امریکا سره د شوي تړون څخه سرغړونه بللې ده.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د تیرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت د طالبانو اعلامیې ته په غبرګون کې وايي چې بهرني ځواکونه د امریکا او طابانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ټولو پوځي شرایطو مراعتولو ته ژمن دي او زیاتوي چې په دې اړه بې ځایه ادعاوې اساس نه لري.

نوموړي زیاته کړې بهرني ځواکونه د شوي تړون له مخې که چیري د هغوی پر افغان ملګرو برید کیږي دفاع یې کوي.

هغه له طالبانو څخه غوښتي چې د افغانستان د خلکو د اساسي غوښتنې په توګه تاوتریخوالی کم کړي.

تر دې مخکې اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم له طالبانو او جګړې له نورو اړخونو څخه غوښتي و چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

افغان حکومت هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړه لیک وروسته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمولو باندې ټینګار کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت نن یکشنبه د افغانستان په زابل، کندهار او میدان وردګ ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د پر شاتمبولو ترڅنګ د لسګونو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

روانه میاشت په زابل او تخار ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو لخوا د لسګونو افغان امنیتي ځواکونو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.

خو طالبانو پخپلې نننۍ اعلامیې کې ټینګار کړی که چیري د دوی په وینا دا ډول سرغړونې دوام ولري د دوی جنګیالي به هم متقابل غبرګون ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG