د لاس رسي وړ اتصالات

په اذربایجان د میزایلو په بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په اذربایجان کې چارواکي وايي چې د میزایلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت وايي د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تله۲۶) د ارمنستان له بیلا بیلو سیمو څخه د اذربایجان د «ګنجه» او «منګاشوییر» په ښارونو د میزایلو بریدونه شوي دي.

د ارمنستان چارواکو د اذربایجان د چارواکو دا ادعا نه رد کړې او نه یې هم تائید کړې ده.

په اذربایجان کې مختلفو سرچینو ویلي دي چې په دغو بریدونو کې د «ګنجه» په ښار کې لږ تر لږه ۲۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي. دا د دغه هېواد تر ټولو لوی ښار بلل کیږي.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سپتمبر له ۲۷ راهېسې جګړه روانه ده. دوی دواړه د ناګورنو قره باغ د سیمې د مالکیت دعوه لري. دواړو خواو په ۱۹۹۴ کې اوربند کړی و.

دغې سیمې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په ۱۹۹۱ کې له اذربایجان څخه خپلواکي اعلان کړه چې ورسره سم جګړه پیل شوه او تر ۱۹۹۴ پورې په کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

نړیوالې ټولنې د دغې سیمې خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې.

XS
SM
MD
LG