د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل په هوايي ډګر د راکټي بریدونو مسولیت ومانه


هغه موټر چې توغندي ورڅخه توغول شوي دي.
هغه موټر چې توغندي ورڅخه توغول شوي دي.

د داعش ډلې ادعا کړې ده چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر باندې راکټونه دوی توغولي دي.

امنیتي سرچینې او عیني شاهدان وايي نن دوشنبه اګست ۳۰ (وږې اتمه) سهار د کابل په هوايي ډګر باندې څو راکټونه وتوغول شول.

دغه بریدونه له کابل هوایي ډګر څخه د امریکا متحده ایالاتو او همکارانو د تخلیې پروګرام تر پای ته رسېدو یوازې ۴۸ ساعتونه مخکې شوي دي.

د عیني شاهدانو له قوله دغه راکټونه د کابل ښار «لب جر» سیمه کې له یوې کورلا ډوله موټر څخه توغول شوي دي، خو یا دا خبر تر دا مهاله د خپلواکو او معتبرو سرچینو لخوا نه دی تائید شوی.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د داعش ډلې ته منسوب د «ناشر نیوز» په خپل ټیلیګرام کې ادعا کړې ده چې د کابل برید دوی کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو یو پوځي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د کابل هوايي ډګر کې د هوايي مدافع سیستم لږ تر لږه پنځه راکټونه هدف ته له رسېدو مخکې په هوا کې له منځه وړي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې د کابل هوايي ډګر کې د هوايي مدافعې سیستم غږ یې اورېدلی او لږ تر لږه یو راکټ هوا کې خنثی شوی او ټوټې پر ځمکې رالوېدلي دي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د کابل هوايي ډګر دې ورځو کې تر سخت امنیتي ګواښ لاندې دی.

پر همدې مهال نن دوشنبه په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې بهیر له خطر ډکو عملیاتو څخه بللي دي.

تر دا مهاله د لګېدلو راکټونو له امله د ځاني او مالي زیان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه د دغه راکټي بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د داعش خراسان څانګې د کابل هوايي ډګر ته نژدې چاودنې مسؤلیت په غاړه اخیستی و چې له امله یې په لسګونو ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړی و چې د داعش خراسان څنګه د کابل پر هوایي ډګر د بریدونو پلان لري.

تر هغه وروسته امریکايي پوځ په کابل او ننګرهار کې پر داعش ډلې دوې هوايي حملې وکړې.

د امریکايي چارواکو د معلوماتو په اساس په ننګرهار کې د هوايي برید په ترڅ کې د داعش دوه غړي ووژل شول او په دوهمه حمله کې چې تیره ورځ په کابل کې تر سره شول د داعش ډلې د چاودېدونکو موادو یو ډک موټر له منځه یووړل شو.

XS
SM
MD
LG