د لاس رسي وړ اتصالات

اردغان: طالبان غواړي د کابل د هوايي ډګر امنیت وروسپارل شي 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادروغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادروغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او امنیت په پلان باندې سړې اوبه توی کړې.

ښاغلی اردوغان وايي چې له طالبانو سره د ترکیې چارواکو له لومړي ملاقات وروسته معلومه شوه چې هغوی د دغه میدان د مدیریت او امنیت په اړه بل فکر لري او غواړي مدیریت یې ترکیه مخې ته یوسي او امنیت یې طالبان.

نوموړي وویل په داسې یو حالت کې به ترکیه په ښه موقف کې نه وي.

هغه وویل: «طالبانو د (کابل) هوايي ډګر د مسئلې په اړه څه وویل؟ دوی وايي «امنیت یې موږ ته راپرېږدئ‌ او نور یې تاسو مخ ته یوسئ.»

ښاغلي اردوغان ویلي‌ دي: «موږ څنګه تاسو (طالبان) ته امنیت وسپارو؟ فرض کړئ موږ امنیت در وسپاره، خو که یوه بله خونړۍ پېښه وشي، بیا به موږ نړۍ ته څه وضاحت ورکوو. دا کار اسان نه دی.»

د تېرې پنجشنې په ورځ د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش-خراسان ډلې په ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

فرانس پرس وايي د ښاغلي اردوغان دا خبرې د ترکیې رسمي‌ اژانس «انادول» او نورو رسنیو کې خپرې شوې.

تر دې مخکې ترکي چارواکو په کابل کې د طالبانو له استازو سره د «حامد کرزي د نړیوال هوايي‌ ډګر» د مدیریت او امنیت په اړه خبرې کړې وې او ویلي وو چې طالبانو له ترکیې څخه مرسته غوښتې ده.

د اګست په ۱۵ د طالبانو له لوري‌ کابل تر نیول کېدو مخکې، امریکا له ترکیې سره په خبرو بوخته وه چې د کابل هوايي‌ ډګر مدیریت او امنیت وروسپاري. ترکیې دې کار ته ټټر ډبولی و خو له امریکا څخه یې د لوژیستکي،‌ مالي او سیاسي مرستو غوښتنه کړې وه.

طالبانو هغه وخت له دغه پلان سره مخالفت څرګند کړی و.

XS
SM
MD
LG