د لاس رسي وړ اتصالات

د روهینګیا مسلمانانو بېړۍ غړقه شوې او ۱۲ تنه مړه دي


د بنګله دېش چارواکي وایي چې دوی غوښتل مالیزیا ته ولاړ شي
د بنګله دېش چارواکي وایي چې دوی غوښتل مالیزیا ته ولاړ شي

د روهنیګیا مسلمانانو یوه بېړۍ د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۱) د بنګله دېش په سواحلو کې غرقه شوې ده او لږ تر لږه ۱۲ تنه په کې مړه شوي دي.

په بنګله دېش کې چارواکي وایي چې شاوخوا ۱۲۰ روهنیګايي مسلمانانو هڅه کوله چې د بنګله دېش د اوبو له لارې مالیزیا ته ولاړ شي. چارواکي وايي ۶۰ تنه ژغورل شوي او د نورو پسې لټون روان دی.

په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار پوځ په راخین کې د روهنیګایي مسلمانانو په کلیو او بانډو کې عملیات پیل کړل چې ډېر کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول.

له دغو علمیاتو ورسته شاوخوا ۷۰۰زره روهینګايي مسلمانان بنګله دېش ته کډوال او په کمپونو کې مېشت کړل شول.

ملګري ملتونه د میانمار پوځ تورنوي چې د اقلیتونو د نسل وژنې عملیات یې پیل کړي، خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي چې دا عملیات هلته د اورپکو د ځپلو لپاره کوي.

د جنايی جرمونو نړیوالې محکمې تېره میاشت (جنوري۲۳) د میانمار حکومت ته لارښوونه وکړه چې د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد هر ډول اقدام مخه دې ونیسي.

XS
SM
MD
LG