د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه برما ته: د روهینګیا مسلمانانو ضد تبعیض ختم کړئ


ملگرو ملتونو له برما غوښتي چې د روهینګیا مسلمانانو ضد تبعیض ختم کړي
ملگرو ملتونو له برما غوښتي چې د روهینګیا مسلمانانو ضد تبعیض ختم کړي

ملگرو ملتونو د بشري حقونو سازمان له برما غوښتي چې د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې توپیري چلند پای ته ورسوي.

د میانمار یا برما په هکله د ملگرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکې د چهارشنبې په ورځ (جون ٢٧) د هغه هیواد پر حکومت غږ وکړ چې د روهینگیایي اقلیتونو پر وړاندې "توپیري سیستم ته د پای ټکی کیږدي" او هغوی د تابعت او ملکیت حقوق ورکړي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مفتشې یانگهي لي ددې سازمان شورا ته په وینا کې وویل چې په بنگله دیش کې د اوسیدونکو ٧٠٠ زرو روهینگیایانو لپاره هیواد ته د بیرته تگ لپاره شرایط اماده ندي.

میرمن لي په هغې موافقې باندې چې ددغو مهاجرو د بیرته ستنیدو په اړه د میانمار او د ملگرو ملتونو د دوو خیریه موسسو ترمنځ شوې خپگان څرگند کړ چې ولې تر اوسه نده برنډه شوې.

په بنگله دیش کې اوسیدونکو روهینگیایي مسلمانانو د ١٣٩٧ کال د ثور په نهمه د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا نه غوښتي وو چې بیرته هیواد ته د هغوی گد ستنیدو شرایط برابر کړي.

روهینگایي مهاجرو همداشان د هغو تورونو په اړه عدالت غواړي چې وایي دوی په میانمار کې وژل کیږي او د جنسي تیریو په گډون د تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

پدې ترڅ کې د میانمار د بهرنیو چارو وزارت دایمي سکرتر یو ماینت تو، ویلي دي چې ددې هیواد حکومت د میرمن لي سره ونشو کړای چې کار وکړي، ځکه د هغه په وینا د ملگرو ملتونو ددغه مقام ارزونې په خپلواکه توگه ندي شوي. هغه له ملگرو ملتونو غوښتي چې د میرمن لي پر ځای بل شخص وټاکي.

XS
SM
MD
LG