د لاس رسي وړ اتصالات

د روهینګیا مسلمانانو سره د خشونت له کبله د برما پر حکومت انتقادونه


د روهینګیا مسلمان کډوال وايي، امنیتي ځواکونو او بودايي راهبانو د هغوی کورونه سوځولي او له راخین څخه یې وتلو ته اړ کړي دي
د روهینګیا مسلمان کډوال وايي، امنیتي ځواکونو او بودايي راهبانو د هغوی کورونه سوځولي او له راخین څخه یې وتلو ته اړ کړي دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي په تیرو لسو ورځو کې د تندلارو او د برما د پوځ ترمنځ نښتو له امله د هیواد له راخین ایالت نه ٩٠٠٠٠ مسلمانان بنگله دیش ته کډه شوي دي.

دغه نا ارامه ایالت چې د بنگله دیش سره پوله لري له کلونو راهیسې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ د جگړې ډگر گرځیدلی. د برما حکومت د روهینگیا اقلیت اړ کړي چې د گرځیدو او د تابعیت تر بندیزونه ژوند وکړي.

خو د تاوتریخوالي وروستۍ څپه هغه مهال پیل شو چې تیر کال اوکتوبر کې د روهینگیا یوه تندلارې ډله د پوځ په ځینو سرحدي پوستو باندې برید وکړ.

ملگري ملتونه وایی د برما پوځ د دې اقدام په بدل کې کیدای شي قومي ټولوژنه کړې وي. د برما مشره انگ سو چي د دې ناورین د نه غندلو په هکله تر جدي انتقاد لاندې ده.

انگ سان سوچي د سږکال ٢٥ اگست نه راپدیخوا چې په راخین کې تاوتریخوالی زور اخیستی په عام محضر کې خبرې ندي کړي.

د نوبل د سولې جایزې گټونکې ملاله یوسفزۍ په خپل تویتر کې لیکلي چې د روهینگیا د کړاو په اوریدو یې زړه مات شوی او د برما له مشرې انگ سان سوچې نه یې غوښتي چې د روهنیگا اقلیت په وړاندې تاوتریخوالی وغندي.

"په تیرو څو کلونو کې ما په وار وار دا له شرمه ډک او غمړلی چلند غندلی. زه اوس هم په دې انتظار یمه چې انگ سان سوچي دا عمل وغندي. نړۍ او د روهینگیا مسلمانان ورته په انتظار دي."

د برما په راخین ایالت کې د وروستیو تاوتریخوالي له امله څه د پاسه ۴٠٠ کسان وژل شوي چې د برما د پوځي چارواکو په وینا اکثریت یې وسله وال مخالفین دي.

خو د روهینګیا مسلمان کډوال وايي، امنیتي ځواکونو او بودايي راهبانو په عامو خلکو حملې کړې دي، د هغوی کورونه یې سوځولي او له راخین څخه یې وتلو ته اړ کړي دي.

په برما کې پوځي چارواکي او د روهینګیا وسلواله ډله دواړه یو بل د عامو خلکو په وژنې او جنایتونو تورنوي.

د روېټرز خبري اژانس په راخین ایالت کې د وروستیو لانجو په اړه د دوو ډلو خلکو متفاوت نظرونه راخیستي دي.

یوه هغه ډله محصلین دي چې د برما په پلازمېنې یانګون کې راټول شوي و او په وروستیو څو ورځو کې په راخین ایالت کې د وژل شویو خلکو په یاد شمعې روښانه کړې او له حکومت نه د روهینگیا د تندلارو په وړاندې د کره ګام اخیستلو غوښتنه وکړه

د زین لین په نوم یو محصل رویترز ته وویل"زه له حکومته پوښتنه کوم چې ولې په کلي کې اوسېدونکو خلکو ته ارزښت نه ورکوي؟ زه له حکومته غواړم چې له کوم ځنډ پرته خلک د تندلارو خوندي کړي.

په سلگونو خلکو په اندونیزیا کې د روهینگیا په ملاتړ مظاهره وکړه
په سلگونو خلکو په اندونیزیا کې د روهینگیا په ملاتړ مظاهره وکړه

بله ډله بیا په اندونیزیا کې راټول شوي و او د روهینګیا په اقلیت مسلمانانو باندې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوله.

د اندیاني په نوم د دې مظاهرو یو تن تنظیمونکي وویل "برما د خپلو خلکو په وړاندې پوځي اقدام کړی. مسلمانان ټول ورونه دي نو ځکه مونږ د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو وژنې ته لاس تر زنې نه کېنو."

د اندونیز د بهرنیو چارو وزیر برما تللی او ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په راخین کې د روان کړکیچ په اړه د هغه هیواد د مشرې انگ سان سوچي او نورو پوځي مشرانو سره خبري وکړي.

د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ودودو وایي چې د بهرنیو چارو وزیر به یې په دې اړه نړیوالو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د اندونیزیا جمهور رئیس زیاته کړه "زه او د اندونیزیا خلک د برما په راخین کې تاوتریخوالی غندو. په دې اړه باید جدي اقدام وشي یوازې انتقاد ونشي. د اندونیزیا حکومت ژمن دی چې د دې بشري ناورین په حل کې مرسته وکړي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په برما کې د وروستیو لانجو په اړه په خپل تویتر کې لیکلي.

"د برما په راخین ایالت کې د پوځي عملیاتو په لړ کې د تاوتریخوالي د راپورونو په اړه اندېښنه لرم. هلته د وضعیت د لا زیات کړکېچن کېدلو د مخنیوي، د خلکو د خوندي کولو او د بشري مرستو د رسولو جدي اړتیا ده."

د برما په راخین ایالت کې له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د روهینګیا د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ لانجو او نښتو زور اخیستی او تر دې دمه څه دپاسه یو لک کسان بېځایه شوي او د کډوالو په کمپونو کې اوسېږي.

په بنګلهدېش کې هم روهینګیا مسلمانانو ته په ورین تندي هرکلی نه کېږي بلکې هڅې شوې دي چې د هغوی د ورتګ مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG