د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د اورښتونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د افغانستان ذ دولت وزارت وایي د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله لس تنه مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند تمیم عظیمي نن سې شنبه مارچ ۲۳ (وري ۳) امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه د سر پل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یو کور د چت لوېدېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.

بلخوا په خوست ولایت کې کې د ورته پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

په دغه ولايت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيسې محبوبې سعادت امريکاغږ ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د مرکز اړوند د سړو اوبو په سيمه کې شوې ده.

هغې وويل چې په وژل شويو کې څلور ماشومان او يوه يې مور ده. د دې په وينا په ماشومانو کې درې هلکان او يوه نجلۍ شامله ده.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيسې محبوبې سعادت زياته کړه چې له يادې کورنۍ سره يې د اړينې مرستې لپاره خپل پلاوی سيمې ته لېږلی دی.

د يادونې ده چې دوې ورځې مخکې هم په دغه ولايت کې د سيلاب راوتو له کبله دوو تنو خپل ژوند له لاس ورکړی و.

د تیرو درې ورځو راپدېخوا د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې اورښتونه پيل شوي دي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې تر دې مخکې په ګڼ شمېر ولایتونو کې د باران له امله د سېلابونو راوتلو خبر ورکړی و.

طبعیي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي امریکا غږ ته وویل چې د تیرو ورځو راپدېخوا اورښتونو د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې خلکو زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا ځیني کورونه څه ناڅه زیانمن شوي او د کرنې ځمکې هم ویجاړې شوي دي.

روانه اونۍ بیا په هرات ولایت کې د سختو بادونو او دېوالونو چپه کېدو له امله څلور تنه مړه شوی وه او لس تنه نور ټپیان شوی و.

XS
SM
MD
LG