د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند، کندهار، فراه او هرات کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا«اوچا» وايي، په کندهار ولایت کې د وړمې شپې سخت باران او سېلابونو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.

اوچا پرون ناوخته د «کب پر ۱۱مه» پخپل راپور کې ویلي یاد کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي د کندهار ښار ترڅنګ په ډنډ، دامان، پنجوايي، ارغنداب او سپین بولدک ولسوالۍ کې مړه شوي‌ دي.

دغه ادارې همدارنګه ویلي چې د راوتلو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه ماشومان لا هم لادرکه دي.

اوچا زیاته کړې چې د راوتلو سېلابونو له امله په کندهار ښار او ولسوالیو کې د هستوګنې لږ تر لږه ۲زره کورونه او عام المنفعه تاسیسات تخریب شوي او زیانمن شوي کورنۍ ښوونځیو، جوماتونو، حکومتي ودانیو او نورو خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې پخپل راپور کې ویلي چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په سېلابونو کې بند پاتې ۵سوه کوچیان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د کندهار ترڅنګ، په هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته درانه سېلابونه راووتل.

د کندهار چارواکو تېره ورځ خبر ورکړ چې یو شمېر کورنۍ یې ژغورلي دي
د کندهار چارواکو تېره ورځ خبر ورکړ چې یو شمېر کورنۍ یې ژغورلي دي

پر همدې مهال د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت بیا وايي چې، په کندهار، هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې سېلاب ځپلو کورنیو ته پر وخت رسیدګي کړې ده.

له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت د ویاند مرستیال حشمت الله بهادري د یکشنبې په ورځ د «کب پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل چې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره یې په همغږۍ د کندهار په پنجوايي، ډنډ او دامان ولسوالیو کې ۱۴سوه سېلاب ځپلې کورنۍ خوندي سیمو ته انتقال کړي‌ دي.

نوموړي زیاته کړه چې له هرات او فراه ولایتونو څخه یې تر دامهاله د مرګ ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی، خو وايي چې کندهار او هلمند کې لس تنه مړه شوي چې کېداشي دغه ارقام لوړ شي.

هغه وویل:"په دغو ولایتونو چې زموږ کوم امکانات او چمتووالی وجود لري،موږ ۶میلیونه افغانۍ لرو او کافي‌ انداز غذايي‌ او غیر غذايي موادو لرو... ‌په دغه ولایتونو کې له ۸سوه کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي دي."

بهادري زیاته کړه چې په دغه بېړنیو مرستو کې خېمې، کمپلونه، خوراکي‌ مواد او یو شمېر نور اړین توکي شامل دي.

دغه وزارت وايي که څه هم د تخریب شوو کورنو په اړه د دوی څېړنې روانې دي، خو وايي‌ د دوی معلوماتو له‌مخې په یادو ولایتونو کې ۱۰۰۰ کورونه تخریب شوي دي.

پر همدې مهال د هلمند ولایت د بست کلا سیمې اوسېدونکي وايي چې د کندهار او هلمند سیند کې راوتلو سېلابونو د «خارا» په نوم سیمه کې زرګونه کورنۍ تخریب کړي دي.

د دغه سیمې یوه اوسېدونکي‌ عبدالمناف بستي امریکا غږ ته وویل چې سېلابونو یو شمېر کسان هم له ځان سره وړي او تر دامهاله هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

هغه وویل:"د بست کلا په سیمه کې د ارغنداب او هلمند سیندونه چې سره ګډیږي په دغه سیمه کې د خلکو کورونه وه، اوبو ډم نیولی او د خلکو کورونو ته راپورته شوي دي، د بست کلایې ټوله زیانمنه کړې ده خلک یې وړي دي، تر اوسه هېڅ مرسته راسره نه ده شوې."

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې څو ورځې مخکې په ګڼو ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه کړې وه
د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې څو ورځې مخکې په ګڼو ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه کړې وه

د دغه سیمې اوسېدونکي‌ وايي، که دولت ورته توجه ونه کړي پاتې کورونه به هم راوتلي سېلابونه تخریب کړي.

تېره ورځ هم له هلمند ولایت څخه په سېلابونو کې د پنځو تنو د مړینې راپور ورکړل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راپدېخوا د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې درنو بارانونو او واورو لوی لارې د ټرافیکو پر مخ تړلي دي.

XS
SM
MD
LG