د لاس رسي وړ اتصالات

که طالبان سوله غواړي، افغان حکومت سره دې خبرې وکړې- رویا رحماني


Roya Rahmani
Roya Rahmani

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايي چې که طالبان رښتیا هم غواړي سوله وکړي، له افغان حکومت سره دې خبرو ته کیني.

ميرمن رحماني له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې وویل که طالبان د جګړې ادامه غواړي، نو په خبره یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د خپلو ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

نوموړې د افغانستان د ټاکنو د پایلو په اړه هم خبرې وکړې او هیله يې وښوده چې ټول کاندیدان دې د ټاکنو د کمیسیون له لوري اعلان کېدونکي نتایج ومني.

میرمن رحماني هغه اندیښنې رد کړې چې د افغانستان وضعیت نامعلومې خوا ته روان دی.

سفیرې رویا رحماني د اشنا ټلویزیون خبریال وحیدالله فیضي سره په ټاکنو کې د ولسواکۍ دپاره د افغانانو په ارادې، د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو په تقویي او د نوي حکومت په اړه مرکه کړې چې دلته یې وګورئ:

که طالبان سوله غواړي، افغان حکومت سره دې خبرې وکړې- رویا رحماني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
XS
SM
MD
LG