د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د شفافو او سراسري انتخاباتو پر ترسره کولو ټینګار کړی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د شفافو او باور وړ انتخاباتو پر ترسره کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اړوند انتخاباتي بنسټونه باید د خلکو د رایې ورکولو له قانوني حق څخه د دفاع لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

یوناما د دوشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) په یو بیان کې ویلي، چې انتخاباتي کمېسیونونه، مدني ټولنه، نوماندان او نورې اړوندې ادارې، چې د انتخاباتو په برخه کې کار کوي، د رایې ورکولو له ورځې څخه وړاندې خپلې هڅې دوه برابره کړي، تر څو ټول په شرایطو برابر افغانان له خپل قانوني حق څخه په استفادې رایه ورکړي.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي: "رایه ورکول یوازې د مدني مسؤلیت خبره نه ده، بلکې په افغانستان کې د لاس‌ته راوړنو د ساتنې او د سوله‌ییزو سیاسي پروسو څخه د ملاتړ ښودلو یوه لاره ده."

یوناما ټینګار کړی، چې هیڅ څوک د انتخاباتو پر شرایطو برابر له راجسټر شويو افغانانو څخه د رای ورکولو حق نه شي اخیستلی او د انتخاباتي کمیسیونونو په ګډون یې له نوماندانو، مدني ټولنې، رسنیو او عالمانو څخه غوښتي، چې خلک په راتلونکو انتخاباتو کې رایې ورکولو ته وهڅوي.

یونام ویلي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د باوړ وړ، شفافو او سراسري انتخاباتو په ترسره کولو کې له انتخاباتي کمیسیونونو سره همکاریو ته ژمنه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون ویلي، چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د عدالت تامینولو ته ژمن دی.

دغه کمېسیون ویلي: "د معتبرو او شفافو انتخاباتو د تضمین لپاره د یوناما په ګډون د نړېوالې ټولنې ملاتړ ډير مهم دی".

د انتخاباتو څارنه

یوناما همداشان په انتخاباتو کې د نظارت رول مهم بللی او له نوماندانو څخه یې غوښتي، چې د انتخاباتو په پروسه کې د شفافیت د تامینولو لپاره خپلو استازو ته د نظارت باورلیکونه تر لاسه کړي.

د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې تر اوسه یې ۲۲ ګوندونو او سیاسي بنسټونو، د مدني ټولنې ۲۱ ناظرو بنسټونو، ۱۱ رسنیو او ۱۵ نړیوالو بنسټونو ته له انتخاباتو څخه د نظارت باورلیکونه ورکړي دي.

د دغه کمیسیون د معلوماتو په اساس، تر اوسه د ټولو هغو ناظرینو شمیره چې له دوی سره یې نوم‌لیکنه کړې له شپیتو زرو څخه پورته شوې ده او دا لړۍ لا هم دوام لري.

یوناما همداشان له ټولو کاندیدانو او رایه ورکوونکو څخه غوښتي، چې د انتخاباتو د شفافیت په خوندیتوب کې ونډه واخلي او په هیڅ ډول انتخاباتي بې نظمیو کې ښکیل نشي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د تلې/میزان په شپږمه په ټول افغانستان کې د رایې ورکولو په ۴۹۴۲ مراکزو کې ترسره شي.

د انتخاباتو د کمیسیون د شمیرو په اساس د رایې‌ورکولو په شرایطو برابر څه دپاڅه ۹.۶ میلیونو کسانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG