د لاس رسي وړ اتصالات

پر خبریالانو بریدونو د رسنیو د تولید ظرفیت "خورا ټیټ" کړی – راپور


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپل ۲۰۲۰ کلني راپور کې ویلي چې پر خبریالانو باندې وروستیو هدفي بریدونو د رسنیو د تولید ظرفیت "خورا ټیټ" کړی او د رسنیو او خبریالانو ترمنځ یې ځاني سانسور پراخ کړی دی.

دا راپور چې په ۲۰۲۰ کې د افغان خبریالانو او رسنیو کارکونکو د وضعیت، د خبریالانو د هدفي وژنو، د بیان د آزادۍ حالت او د بیان او رسینو د آزادۍ پر وضعیت د سولې د پروسې د اغیزو په اړه دی د پنجشنبې په ورځ فبروري څلورمه (سلواغه ۱۶) خپور شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۱۹ په پرتله پکې ۲۶سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د راپور په اساس په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې اوه تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې پنځه یې د هدفي وژنو او دوه یې د ماین د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې په دغه کال کې ۱۸خبریالان او د رسنیو کارکونکي د دندې پرمهال ټپیان شوي دي، ۱۰ تنه وهل ټکول شوي، ۴۷ ګواښل شوي دي، ۲۸ سره ناوړه چلند او سپکاوی شوی، ۱۳ سره د رسنیو د مسوولینو او مالکانو له خوا ناقانونه چلند شوی، اوه خبریالان تښتول شوي او له ۲ تنو څخه د دندې پر مهال وسایل غلا شوي دي.

په راپور کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د رئیس نجیب شریفي له قوله ویل شوي: "د ۲۰۲۰ کال په پای کې د خبریالانو پروړاندې د مستقیمو او هدفي بریدونو د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو ترمنځ پراخه ویره او وحشت رامنځته کړی دی. دغه راز یادو بریدونو د رسنیو د تولید ظرفیت خورا ټیټ کړی دی او ځاني سانسور یې د رسنیو او خبریالانو ترمینځ پراخ کړی دی".

په راپور کې راغلي چې د کمیټې لخوا د را ټولو شویو شمیرو له مخې طالبان او داعش ډلې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالو او ګواښونو د ډېرو پېښو مسوولیت په غاړه لري او حکومتي مسوولین او موظفین بیا په دویمه درجه کې دي.

د افغان خبریالانو د خودیتوب کمېټې ویلي چې د حکومتي مسوولینو لخوا ترسره شوي ګواښونه او تاوتریخوالي د ډول له مخې یو څه نرم دي، خو د طالبانو او داعش لخوا ترسره شوي ګواښونه او تاوتریخوالی ډیر قهرجن او خونړي وي.

دغې کمېټې د سولې په مذاکراتو کې د بیان د آزادۍ د خوندیتوب لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له لوري د "یو منظم او منسجم پلان د نشتوالي" په اړه هم جدي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې "له دغه ارزښت سره د طالبانو ايډیالوجیک مخالفت" د بیان او د رسنیو د آزادۍ د راتلونکې په اړهاندېښنې لاپسې زیاتې کړي دي.

په راپور کې د بیان د آزادۍ او رسنیو د ساتنې د طرحې پر عملي کولو ټینګار شوی او ویل شوي چې د بیان او رسنیو د آزادۍ د کمیټې په جوړیدو سره به د سولې په بهیر کې په دې اړوند د افغانستان د رسنیزې کورنۍ اندیښنې تر یوه بریده راکمې شي.

دغې کمېټې ویلي چې پر تاوتریخوالي سربېره په ۲۰۲۰ کې د کروناویروس منفي اقتصادي اغیزو هم رسنۍ له مالي ننګونو سره مخ کړي دي، چې د دغو ننګونو له امله هم د رسنیو د تولید ظرفیت را کم شوی او لسګونو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغانستان حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب او د بیان ازادۍ د ساتنې په اړه د افغانستان د رسنیزې ټولنېوړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG