د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تائید کړ چې په عراق کې تښتول شوې امریکایۍ خبریاله شیلي کیټلسن خوشې شوې ده.
دا امریکایي خبریاله کتایب حزب الله ډلې تېره اونۍ وتښتوله، هغه ډله چې متحده ایالتونه یې بهرنۍ ترهګره ډله پېژني.
مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ (اپریل اوومه) ناوخته په خپل ایکس حساب کې په دې اړه یو بیان خپور کړ: «د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د فدرال تحقیقاتي ادارې (اف بې ای)، د جګړې وزارت، په بېلا بېلو ادارو کې د متحدو ایالتونو د پرسونل او د عراق د عالي قضايي شورا څخه د هغې د خوشې کولو له کبله مننه کوي.»
دا څرګندونې له هغې وروسته وشوې چې د ایران له ملاتړه برخمنې کتایب حزب الله ډلې وویل چې کیټلسن په دې شرط پرېږدي چې سمدستې له عراق څخه ووځي.
کیټلسن یوه ازاده خبریاله ده چې له منځني ختیځ څخه راپورونه ورکوي.
روبیو د سه شنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ حکومت ته به «د متحدو ایالتونو د اتباعو ناقانونه نیول د منلو نه» وي.
هغه وویل: «کورته د امریکایانو د بېرته ستنولو لپاره به له هرې وسیلې څخه کار اخلو او له هغوی سره چې د دې کار مسئوول دی، حساب وکړو.»
کتایب حزب الله ډلې د پرنسټن پوهنتون فارغه شوې اسرائيلي-روسیۍ زده کوونکې الیزابیت تسورکوف هم تښتولې وه او له ۹۰۰ ورځو بند څخه وروسته یې تېرکال بېرته خوشې کړه. هغه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د بغداد ښار څخه د باندې له یوې کافي خانې څخه وتښتول شوه، الیزابیت تسورکوف هلته د خپلې دوکتورا علمي زده کړو لپاره تحقیقات کول.
فورم \ دبحث خونه