اسرائیل وایي چې د هغه یرغمل شوي تایلندي وګړي هویت یې تثبیت کړی چې مړی یې د حماس ترهګرې ډلې له لورې سپارل شوی و.
د اسرائیل په وینا، حماس دغه کس دوه کاله وړاندې د ۲۵۰ نورو کسانو سره یرغمل نیول و.
د اسرائیل حکومت د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر څلورمه) دغه ۴۲کلن وګړی سودتيسک رینتلاک معرفي کړی چې مړی یې یوه ورځ مخکې د پیژندنې په موخه د تل ابیب د عدلي طب یو مرکز ته انتقال شوی و.
حماس د رینتلاک مړی چهارشنبه په غزې کې سره صلیب ته سپارلی و. سره صلیب وروسته د هغه مړی د اسرائیل پوځ ته ورکړی و.
رینتلاک د بهرنیو کارګرانو د استخدام په پروګرام کې اسرائیل ته تللی و او غزې ته نږدې د اسرائیل په جنوبي کروندو کی یې د کرهنې د یوه کارګر په توګه کار کولو.
د "یرغمل شویو او تري تم شویو کورنیو مجمعې" په نامه د برمته شویو د دفاع اسرائیلي ډلې، ویلي دي چې رینتلاک د اسرائیل د کیبوتز بیري په سیمه کې د خپل یوه ملګري لیدو ته ورغلی و چې د حماس ترهګرې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومې نېټې په دې سیمې یرغل وکړ. د دې ډلې په وینا، رینتلاک وژل شوی و او غزې ته تښتول شوی و.
د حماس برید د دې لامل شو چې اسرائیل د دې ډلې په ضد په غزې کې جګړه پیل کړي.
دا جګړه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰ د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د اوربند له لارې پای ته ورسېده. د اوربند د موافقې په اساس، حماس باید ټول هغه ۴۸ یرغمل شوي کسان سپارلي وای چې د ۲۰۲۳ کال د یرغل پر مهال او له هغې مخکې یې تښتولي وو.
د رینتلاک د مړي له سپارلو سره اوس یواځې د یوه وژل شوي اسرائیلي یرغمل مړی په غزې کې پاتې دی. دا اسرائیلي وګړی رون ګیفلي نومیږي او د اسرائیل د پولیسو یو افسر و.
د اوربند د موافقې په اساس، اسرائیل ۲۰۰۰ فلسطینی امنیتی بندیان خوشې کړل او د څو سوو فلسطینیانو مړي یې وسپارل.
د اسرائیل لمړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، په یوې اعلامیې کې وویل چې اسرائیل "ژمن دی او په نه ستړي کېدونکي توګه کار کوي" چې د ګیفلي مړی ترلاسه او خښ یې کړي.
رینتلاک د شمال ختیځ تایلینډ د نونګ خای ولایت اوسیدونکی و او تمه کیږي چې د هغه مړی تایلند ته ولېږدول شي.
فورم \ دبحث خونه