د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چین د تیانانمن په څلور لارې کې د قتل عام د ۳۶مې کلیزې په مناسبت د ازادۍ او دموکراسۍ لپاره په مبارزې کې د "چین د خلکو زړورتیا" وستایله.
روبیو په دې اړه په یو بیان کې ویلي: "د چین کمونیست ګوند په فعاله توګه د حقیقت سانسور کولو هڅه کوي، خو نړۍ به یې هیڅکله هیر نه کړي."
د امریکا د پخواني سناتور په توګه، روبیو په ځانګړې توګه په چین کې د بشري حقونو ملاتړی و.
د چین حکومت په ۱۹۸۹ کال کې د تیانانمن په څلور لارې کې د دموکراسۍ پلوه لاریونونه په تاوتریخوالي سره وځپل.
د بشري حقونو ډلې وايي چې ښایي دې پیښې کې په زرګونو کسان وژل شوي وي.
فورم \ دبحث خونه