د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: امریکا له روسیې او چین سره د اتومي وسلو د کنترول درې اړخیز تړون غواړي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مسکو په مرسته د بیجینګ د اتومي وسلو د زېرمو چټکې زیاتېدو ته په اشارې وايی چې امریکا له روسیې او چین سره د اتومي وسلو د کنترول د یو درې اړخیز توافق په لټه کې ده.

روبیو دا خبرې په یوې مقالې کې، چې د جمعې په ورځ (فبروري اوومه) خپره شوه، کړې. دا مقاله د (نیو سټارټ) په نوم د اتومي وسلو د کنترول د تړون د مودې تر ختمېدو یوه ورځ وروسته خپره شوې، دا تړون په ۲۰۱۰ کال نوی شوی و او په ۲۰۱۱ کال کې عملي شو.

روبیو داسې مهال په چین غږ کوي چې د وسلو د کنترول تړون وکړي چې د متحدو ایالتونو یو بل مقام په همدې ورځ وویل چې بیجینګ په ۲۰۲۰ کال کې په پټه د اتومي وسلو یوه ازموینه کړې اوهڅه یې کړې چې له نړیوالې ټولنې څخه پټه وساتي.

د سټارټ تړون متحده ایالتونه او روسیه مکلف کوي چې د خپلو اتومي کوپړیو شمېر [وسلو] ۱۵۵۰ او د خپلو ځای په ځای شويو بین القاره يي بالستیک توغندیو شمېر ۷۰۰ پورې محدود کړي. تړون همدغه راز د روسیې په بین القاره يي اتومي وسلو، چې متحده یاالتونه پرې وېشتل کېدای شي، هم محدودیت لګولی دی.

د دغه تړون د مودې تر ختمېدو وروسته، ولسمشر دونالډ ټرمپ په ټولنیزې رسنۍ کې د متحدو ایالتونو په اتوم پوهانو غږ وکړ، چې په یو«نوي تجدید شوي» تړون کار وکړي، چې د «نیو سټارټ تړون» چې په بد شکل پرې مذاکره شوی، ځای ونیسي.

روبیو په خپلې مقالې کې ویلي دي چې متحده ایالتونه د اتومي وسلو د کنترول او ستراتېژیک ثبات د مذاکراتو، چې د ولسمشر ټرمپ ټاکل شوي اصول منعکس کوي، غوښتنه کوي.

ښاغلي روبیو په دغې مقالې کې، چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د «سبسټک» په نشریې کې خپره شوې، ویلي: « لومړی دا چې د وسلو کنترول نور د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ دوه اړخیزه مسئله نه شي پاتې کېدای. هماغسې چې ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې ده، نور هېوادونه هم مسئولیت لري چې د ستراتېژیک ثبات په تضمین کې مرسته وکړي او په دې کې چین تر نورو ډېر [مسئولیت] لري.»

نوموړي ټېنګار وکړ چې متحده ایالتونه به هغه شرایط ونه مني چې امنیت ته یې زیان رسوي او په راتلونکې تړون کې به عدم رعایت له پامه ونه غورځوي. هغه وویل چې روسیه او چین باید دا تمه ونه لري، چې «متحده یالتونه به غلی وي او دوی به خپل مسئولیتونه له پامه غورځوي او خپل اتومي ځواک به پراخوي».

نوموړي څرګنده کړه چې چین د نوي سټارټ تړون له پیل کېدو وروسته خپلې اتومي زېرمې پراخې کړې چې په خبره یې دا پرمختګ «د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د وسلو د کنترول مخکني دوه اړخیز تړونونه منسوخ کړي» دي.

نوموړي ویلي دي چې چین له ۲۰۲۰ څخه راپدیخوا د خپلو اتومي وسلو کوپړۍ له ۲۰۰ څخه، څه باندې ۶۰۰ ته رسولې او چټک روان دی چې تر ۲۰۳۰ پورې دا شمېر تر ۱۰۰۰ زیات کړي.

هغه وویل: «د وسلو د کنترول یو داسې توافق، چې د چین د وسلو زیاتوالی چې روسیه یې حمایت کوي، په پام کې ونه نیسي، له شک پرته چې متحده ایالتونه او زموږ متحدین له لا نور خطر سره مخامخ کوي.» روبیو ټېنګار کړی چې متحده ایالتونه به «خپل قوي، معاصر او مخنیونکی اتوم» خوندي وساتي.

هغه لیکلي دي: «موږ به دا کار وکړو او په همدې وخت کې د ولسمشر ټرمپ د هغې هیلې د پوره کولو لپاره له ټولو هغو لارو څخه کار اخلو، چې داسې یوه نړۍ غواړي چې دا ډول وحشتناکې وسلې په کې کمې وي.»

متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ په ژینوا کې د بې وسلې کېدو په اړه د ملګرو ملتونو په غونډې کې خپل دریځ څرګند کړ. د وسلو د کنترول او نړیوال امنیت په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر توماس جي. ډینانو په کنفرانس کې خبرې وکړې او ویې ویل چې چين د ژمنو خلاف اتومي ازموینه کړې.

نوموړي کنفرانس ته وویل چې «نن زه دا خبره بربنډوم چې متحده ایالتونه خبر دی چې چین د اتومي چاودونو ازموینې کړې، چې په کې د هغو ازموینو لپاره چمتووالی هم شامل دی چې په سلګونو ټنه ټاکل شوې چاودنې ولري."

ډینانو زیاته کړه چې چین «هڅه کړې د اتومي چاودنو په پټولو سره خپلې ازموینې پټې وساتي، ځکه چې دا یې منلې دا چاودنې د ازموینو د بندیز د ژمنو څخه سرغړونه ده».

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG