د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ژمنه کړې چې متحده ایالتونه هوډ لري چې د لویدیځه نیمه کره د مخدره توکو قاچاق وړونکو، ایراني نیابتي ډلو او د متخاصمو رژیمونو لپاره چې د متحدو ایالتونو ملي امنیت ګواښي، خوندي ځاله نه شي.
روبیو د ان بي سي خبري شبکې د"میټ دی پریس" پروګرام سره په مرکه کې وویل: "دا لویدیځه نیمه کره ده. دا هغه ځای دی چې موږ پکې ژوند کوو - او موږ به اجازه ورنکړو چې لویدیځه نیمه کره د متحدو ایالتونو د دښمنانو، سیالانو او د سیالانو د عملیاتو په مرکز بدل شي."
روبیو دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۴مه ، یوه ورځ وروسته له هغه چې امریکایي ځواکونو د "زړورو" پوځي عملیاتو وروسته چې په نتیجه کې یې د وینزویلا مشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن سیلیا فلورس دي مادورو ونیول شول، وکړې.
روبیو وویل چې متحده ایالتونه به د وینزویلا پر مشرانو تر هغه پورې فشار ته دوام ورکړي تر څو چې دوی د مخدره توکو قاچاق بند نه کړي، د دښمنانو کوربه توب ونه دروي او ډاډ ترلاسه نه کړي چې طبیعي سرچینې یې د هیواد خلکو ته ګټه ورسوي.
د امریکا دا لوړ پوړي ډیپلومات یادونه وکړه چې په وینزویلا کې جګړه نشته او په هیواد کې هیڅ امریکایی ځواکونه حضور نلري. روبیو زیاته کړه: "موږ د مخدره توکو قاچاق کونکو سازمانونو سره په جنګ یو - نه د وینزویلا سره."
متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د وینزویلا مرستیالې ولسمشرې ډیلسي روډریګز د انتقالي دورې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه، او روبیو وویل چې متحده ایالتونه غواړي وینزویلا "یو ټاکلي لور ته حرکت وکړي ځکه چې موږ نه یوازې فکر کوو چې دا د وینزویلا د خلکو لپاره، بلکې زموږ د ملي ګټو لپاره هم ښه دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وويل: "لومړني ګامونه د متحدو ایالتونو د ملي ګټو لپاره دي او د وینزویلا د خلکو لپاره هم ګټور دي... نور به د مخدره توکو قاچاق نه وي. هلته به نور ایران او حزب الله حضور ونلري. د تیلو صنعت به نور زموږ د دښمنانو د بډایه کولو لپاره ونه کارول شي."
روبیو خبرداری ورکړ چې متحده ایالتونه به "ټولې هغه لارې چارې په نظر کې ونیسي چې موږ د دې برید، د دې نیولو او د دې توقیف دمخه په پام کې درلودل."
روبیو همدارنګه د ABC نیوز خبري شبکې د "دس ویک" پروګرام ته وویل."قرنطین همدا اوس په خپل ځای دی. که هغه کښتۍ چې تر بندیزونو لاندې دي او وینزویلا ته ځي، که داسې یوه کښتۍ وینزویلا ته دننه یا ورنه بهر وځي د محکمې د هغه حکم له مخې به توقیف شئ چې موږ د متحدو ایالتونو د قاضیانو څخه ترلاسه کړی دی. موږ به د خپلو لګول شویو بندیزونه پلي کولو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو ... تر څو چې یو بدلون نه وي راغلی. "
فورم \ دبحث خونه