د وېنزویلا د دکتاتور نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته، ولسمشر ټرمپ وايي چې متحده ایالتونه به وېنزیویلا اداره کوي، او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد سرپرسته د ټرمپ له حکومت سره همکاري کوي.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ له فلورېډا څخه واشنګټن ته په لار په خپلې ځانګړې الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې «موږ» وېنزویلا «اداره کوو». ولسمشر ټرمپ د مادورو د مرستیالې ډیلسي رودریګز په اړه، چې د شنبې په ورځ یې د ولسمشرۍ واک ترلاسه کړ، وویل: «موږ له هغو خلکو سره چې تازه یې لوړه کړې، سر او کار لرو.»
نوموړي وویل چې لا یې د رودریګز سره خبرې نه دې کړي، خو مرستیالانو یې کړې او هغه به هم په «مناسب وخت» کې ورسره وغږېږي او رودریګز «همکاري» کوي.
ولمسشر ټرمپ وویل: «فکر کوم لومړی باید [د وینزویلا] په چمتوالي غور وکړو، ځکه چې اوس ګډوډ دی. هغه هېواد ګډوډ دی. په بدل شکل اداره کېده. تیل په ډېرې ټېټې کچې کې استخراج کېدل. که څه هم په بد ډول اداره کېدل، د استخراج کچه یې ډېره ټېټه وه، باید ډېر عواید یې درلودلي وای، تر هغه ډېر چې دوی ترسره کول. موږ به د تیلو لوی شرکتونه انتقال کړو، هغوی به تاسیسات ورغوي او پانګونې به وکړي. موږ به هېڅ پانګونه ونه کړو. موږ به د هېواد چارو ته پام وکړو، موږ به یې پالنه ورکړو. تر ټولو مهمه دا چې موږ به د هغو وېنزویلایانو په ګډون، چې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي او زموږ په هېواد کې ژوند کوي، د خلکو خیال وساتو. په ښه ډول به د هغوی پاملرنه وشي.»
د رودریګز په رسمي ویبسایټ کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي، چې هغې د خپلو وزیرانو له شورا سره غونډه کړې، رودریګز له ۲۰۱۸ کال راهېسې د وېنزویلا د ولسمشر مرستیاله ده.
په دولتي رسنۍ کې په خپرې شوې اعلامیې کې د رودریګز له خولې ویل شوي: «موږ د متحدو ایالتونو حکومت ته بلنه ورکوو چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې د ټولنې د دوامداره پاېښت د تقویت لپاره د ګډ پرمختګ د همکارۍ په یوې اجنډا باندې راسره کار وکړي.»
هغې ویلي دي: «موږ د متحدو ایالتونو او وېنزویلا ترمنځ د درناوي وړ او متعادلو روابطو ته لومړیتوب ورکوو... چې د حاکمیت په برابرۍ او عدم مداخلې ولاړ وي.»
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې د وېنزویلا سرپرستې مشرې ته خبرداری ورکړ که «هغوی ښه چلند ونه کړي، دویم برید به هم وکړي». هغې رودریګز ته په اشارې وویل: «هغه شاید تر مادورو هم له بد وضعیت سره مخامخ شي. ځکه چې تاسو پوهېږی مادورو سمدستي تسلیم شو.»
ولسمشر ټرمپ د وېنزویلا نوي مشرتابه ته د واک د انتقال د بهیر تر بشپړېدو پورې خپل پلان لنډ تشریح کړ او ویې ویل: «موږ باید په وېنزویلا کې یو کار وکړو، بېرته یې په پښو ودرو. اوس یو مړ شوی هېواد دی.»
فورم \ دبحث خونه