د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د رګبي لوبه په کوم حال کې ده؟


په افغانستان کې د رګبي لوبه
په افغانستان کې د رګبي لوبه

څو کاله کیږي چې په افغانستان کې د رګبي لوبه دود شوې او د پرمختګ په حال کې ده.

که څه هم نورې ورزشي برخې لکه فوټبال، کرکټ، تکواندو او د غړو د ښکلا ورزشونو په نسبت رګبي لوبه زیاته دود نه ده، خو ځوانان ورسره مینه لري.

په کابل کې ۳۰ ځوانان د رګبي د یوې لوبډلې غړي دي، دوی زیاته خواري کوي ترڅو یوه ښه لوبډله ولري.

برتانوی ستفین بروکنګ چې د افغانستان د رګبي فدراسیون سلاکار دی وايي چې افغان ځوانان د رګبي لوبې لپاره ښه تیار دي او دا ورزش به پرمختګ وکړي.

ښاغلی بروکنګ وايي "زه فکر کوم دوی مهارتونه، فزیکي وړتیا او قدرت لري، تاسو پوهیږۍ چې اوس اوه کسیز ټیم ته توجه ده، خو دلته پیاوړی لوبغاړي چې ښه فزیکي وړتیا لري. موږ هم د دوی د مهارتونو پر لوړولو کار کوو، او بیا وروسته افغانستان به د رګبي پیاوړی پنځلس کسیز ټیم ولري".

خو د معیاري میدان نه شتون ترڅنګ یوه اندازه ستونزې شته چې لوبغاړي نشي کولای ورزش په ښه توګه پرمخ یوسي.

ښاغلی بروکنګ وايي "یو شی چې دلته نشته هغه د لوبې میدانونه دي، ډیره سخته کله کله هوا ډیره توده او وچه وي او کله هم سړه وي، هڅه کوو چې یو میدان پیدا کړو، خو په افغانستان کې په تیره په کابل کې د ځای پیدا کول ډیر سخت کار دی".

اوس په کابل کې یوازې تچ رګبي یا د لوبغاړو ترمنځ تماس لوبه دود ده، ځکه بل ډول یې خطرناکه ده. په کابل کې ۱۸ او په ولایتونو کې شپږ د رګبي ټیمونه شته دی.

په افغانستان کې د رګبي لوبه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

ټاکل شوې راتلونکې میاشت د رګبي درې اتلولۍ لوبې وشي، او تمه ده د نجونو رګبي هم ډیر ژر په کابل کې پیل شي.

افغانستان تراوسه د رګبي نړیوال فدراسیون غړیتوب ترلاسه کړی نه دی، خو د رګبي له آسیايي فدراسیون څخه مرستې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG