د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپایي اتحاد کې به د ترکیې د شاملیدو په هکله خبرې وشي


د اروپایي اتحاد او ترکیې چارواکي به د پنجشنبې په ورځ ( جون ١٥) په استانبول کې ملاقات وکړي. په دغه ملاقات کې به د اروپایي اتحاد سره د ترکیې د د یو ځای کیدو په موضوع خبرې وشي. په دغه مسلې د څو کلونو راهیسې خبرې رواني دي.

د ترکیې او اروپایي اتحادیې تر منځ د ډیرې مودې نه اړیکې ښې نه دي خو په ورستیو کې د اروپایي اتحاد مشرانو په ترکیې هغه وخت انتقادونه زیات کړل چې ولسمشر طیب اردوغان د خپلو صلاحیتونو د زیاتیدو لپاره د روان کال د اپریل په میاشتې کې ریفرنډم وکړ. ښاغلي اردوغان د دغه ریفرنډم نه وروسته بروکسل ته سفر وکړ چې د دواړو خواو اړیکې سمې شي.

په لندن کې د ترکیې پخواني سفیر انل سیوکوز چې اوس په انقره کې په یو تحقیقاتي مرکز کې کار کوي، امریکا غږ ته وویل "دا ډیره د خوشحالۍ خبره ده چې دواړه خواوې غواړي خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي."

سیوکوز زیاتوي چې پکار ده دغه خبرې دوام ولري "که دغه خبرې بندې شوې نو بیا به یې پیل کول گران کار وي. اردوغان او اروپایي مشرانو ویلي دي چې دغه خبرې به یو کال جاري وساتې او زما په فکر هم داسې پکار ده."

د ترکیې او اروپایي اتحاد د گډو گټو په وجې کیدی شي د دغو دواړو اړیکې سمې شي.

بروکسل هیله لري چې هغوي به د اردوغان سره په ترکیې کې د بشر د وضع په هکله هم وغږیږي.

د ترکیې حکومت د پوځ د کودتا د ناکام کوښښ نه وروسته شاوخوا یو لک کسان د کاره لیرې کړیدي او ٥٠،٠٠٠ تنه یې په زندان کې اچولې دي.

سمت ادیز چې د مانیټر ویبپاڼې سره کار کوي وایي "په ترکیې کې دیموکراسۍ پلوه کسان کوښښ کوي چې د دیموکراسۍ نظام قوي پاتې شي. دغه ډله کوښښ کوي چې د نړۍ ملاتړ هم ترلاسه کړي. خو د اروپایي اتحاد لخوا فشار به تر هغه پورې گټه ونکړي تر څو چې هغوې په بدل کې ترکیې ته څه ورکړي نه وي."

ځینې کارپوهان په دی نظر دي چې د اروپاېي اتحاد مشران به د ترکیې سره په هغه ملک کې د بشر د وضع په هکله و نه غږیږي.

ایما سنکلیرویب چې په امریکا کې د ترکیې د بشرد حقوقو وضع څاري، وایي چې اروپا ته پکار ده د ترکیې سره په دی موضوع خبرې وکړي. هغه وایي "دا د اروپا لپاره ښه نه ده چې په ترکیې کې د بشر د حقوقو نه په سرغړونه ځان غلې کړي. په ترکیې کې د عفوې د نړیوالې موسسې مشر بندي شوی. د ملکیانو خلاف سخت اقدامات روان دي. په خاصه توگه په هغه ملک کې د مطبوعاتو سره ډیر ناروا چلند کیږي."

تیره اونۍ د ترکیې حکومت په دغه ملک کې د عفوې د نړیوالې ټولنې مشر تانیر کیلیس د ټرورزم د ملاتړ په تور ونیوه او بندي یې کړ. د ترکیې حکومت په هغه باندې د تیر کال د جولایې په میاشت کې د ناکامې کودتا په وخت د حکومت د مخالفینو سره د مرستې الزام لگولی.

بروکسل د ترکیې سره اروپا ته د مهاجرینو د راتگ د مخنیوې لپاره یو تړون لاسلیک کړ چې په بدل کې به د ترکیې اتباعو ته اروپا ته بې د ویزې د سفر اجازه ورکړې. اردوغان په پرله پسې توگه اروپا ته دا خبردارې ورکوي چې که په خپلو لوظونو یې وفا و نه کړه نو دغه تړون به ختم کړي.

XS
SM
MD
LG