د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: روسیې د وسلو د لېږد مخنیوي لپاره په اودیسه کې یو شمیر اهداف ویشتلي


 
 

اوکرایني چارواکي وایي چې روسي پوځیانو د سه شنبې په ورځ مې لسمه (غوایي ۲۰) په تور سمندرګي کې د اودیسه ساحل په مزایلو ویشتی دی.

دغو چارواکو ویلي روسیې ځکه دغه ساحل په راکټونو ویشتی چې هڅه یې کړې څو اوکراین سره د مرسته کیدونکو وسلو او مهماتو جریان مختل کړي.

د اوکراین پوځ ویلي دي چې روسیې په اودیسه کې یو شمیر اهداف په اوو مزایلو ویشتلي دي چې یو بازار او یو ګدام هم په نښه شوي او له امله یې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

اوکرایني چارواکو زیاته کړې کوم ګدام چې په نښه شوی پوځي هدف نه وو.

خو د پنتاګون ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل داسې شواهد یې ندي ترلاسه کړي چې وښيي په اودیښه کې هایپرسونیک یا د غږ تر سرعت څخه ګړندي مزایل کارول شوي وي.

کربي زیاته کړې په اودیسه کې ددغو بریدونو او همدارنګه په نورو سیمو کې د بریدونو له امله اوکراین ته د توکو لیږد مختل شوی ندی.

روسیه په داسې حال کې په اودیسه کې یو شمیر اهداف په نښه کړي چې د امریکا د استازو مجلس د سه شنبې په ورځ مې ۱۰ له اوکراین سره د ۴۰ میلیاردو ډالرو نوې نظامي او بشري مرسته تصویب کړه.

په تیرو څو اوونیو کې وروسته له هغه جګړې د اوکراین ختیځ او جنوب ته متمرکزې شوې چې مسکو د اوکراین د پلازمینې شاوخوا سیمو په ګډون د هغه هیواد له نورو نقاطو څخه خپل پوځيان وایستل او په دغو سیمو کې یې ځای پرځای کړل.

د متحدو ایالتونو د استخباراتو د ملي ادارې رئیسې اوریل هاینس د سه شنبې په ورځ مې ۱۰ (غوایي ۲۰) وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین به د اوکراین د دونباس سیمو په نیولو سره پای ته ونه رسوي او غواړي چې له بیلتون غوښتونکو سیمو ترنسدنستریا او مالدوفا سره زمیني مسیر خلاص کړي.

میرمن هاینس وویل:"موږ ارزونه کوو چې جمهور رئیس پوتین په اوکراین کې د اوږدمهاله جګړې لپاره چمتوالی نیسي چې له مخې یې همدارنګه غواړي په دونباس سربیره هدفونو ته ورسیږي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څخه د څارنې ماموریت نن سه شنبې وویل چې په اوکراین کې د ۳۳۸۱ کسانو د مړینې او د څه باندې ۳۶۰۰ کسانو ټپي کیدل تائید شوي دي.

سربیره پر دې، څه باندې پنځه میلیونه اوکراینیان پر هغه هیواد د روسیې له برید وروسته له خپل هیواد څخه وتلو ته مجبور شوي دي او په میلیونونه نور په کور دننه بیځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG