د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمیسیون د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۳ (مرغومي دوهمه) د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د یوې کاندیدې غوښتنلیک رد کړ چې د سولې غوښتنه یې کوله.
د روسیې ټلویزیون د راپور له مخې د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته د پخوانۍ خبریالې او د ښاري شورا د وکیلې، یکاترینا ډنټسوا د کاندیدو "په اسنادو کې تېروتنې" شوي دي. یکاترینا ډنټسوا "د سولې او دموکراتیک بهیر" لپاره مبارزه کوي.
د روسیې د انتخاباتو د کمیسیون مشرې ایلا پامفیلووا وویل چې د کمیسیون غړو د رایو په اتفاق سره د جمهوري ریاست ټاکنو ته د کاندیدو لپاره چې تمه کیږي ولسمشر ولادیمیر پوتین به په آرامۍ سره وګټي، د ډنتسووا غوښتنلیک رد کړ.
د روسیې برحاله ولسمشر ولادیمر پوتین په روانه میاشت کې تائید کړه چې هغه به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي چې ټاکل شوې د مارچ له ۱۵ څخه په دریو ورځو کې ترسره شي.
کمیسیون وویل، یکاترینا ډنټسوا نه شي کولی چې د زرګونو پلویانو د لاسلیکونو د راټولولو لپاره راتلونکي مرحلې ته ولاړ شي.
پامفيلووا هغې ته وويل: "تاسو يوه ځوانه ښځه ياست، تاسو هر څه په مخکې لرئ."
څلویښت کلنه ډنتسووا د مارچ میاشتې په انتخاباتو کې د یوې خپلواکې کاندیدې په توګه د ودریدو لپاره اسناد جمع کړي وو. هغې د داسې اسنادو وړاندې کولو ته اړتیا درلوده تر څو ثابته کړي چې د لږترلږه د ۵۰۰ کسانو یوې ډلې د هغې په ملاتړ غونډه کړې وه.
ډنتسووا وروسته خبریالانو ته وویل: "د خلکو [د غونډې] نوښت ته اړتیا نشته، هرکلی یې نه کیږي." هغې همداشان وویل چې هغه به دومره وخت ونه لري چې د خپلواکې نوماندې په توګه بل غوښتنلیک وسپاري.
خو بیا هم هغې په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې هغه به سترې محکمې ته د دې حکم پر ضد عریضه وکړي.
هغې د یابلوکو لیبرال ګوند له مشرتابه څخه هم وغوښتل چې هغه د خپلې نوماندې په توګه وټاکي.
هغې د ټیلیګرام په ټولنیزه شبکه لیکلي چې د روسیې تر ټولو زوړ دیموکراتیک ګوند، یابلوکو "باید په څنډه کې پاته نشي او روسان باید یو انتخاب ولري".
ډنتسووا د شنبې په ورځ دسمبر ۲۳ خبریالانو ته وویل "موږ اوس یو ډول رسمي او عام ځواب ته په تمه یو چې ایا (یابلوکو) زما ملاتړ کولو ته چمتو دی، تر څو موږ د جنوري د لومړۍ نیټې مهلت پوره کړو".
دا پداسې حال کې دي چې د یابلوکو ګوند یو بنسټ ایښودونکي ګریګوري یاولینسکي د شنبې په ورځ په یوټیوب کې په خپره شوې ویډیو کې ویلي چې ګوند یې هیڅ نوماند نه ټاکي.
د انتحاباتو د کمیسیون مشرې پامفیلووا د شنبې په ورځ وویل چې د ولسمشرۍ لپاره ۲۹ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
مسکو د کلونو راهیسې د ټاکنو او سیاسي ژوند څخه د اپوزیسیون شخصیتونه څنډې ته کړي دي او دا اقدام په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته نور هم جدي شوی دی.
روسیه د سولې پلوي نومانده ولسمشرۍ ته له کاندیدو څخه منع کوي

اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه