روسیې، چین او پاکستان خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش نفوذ مخ په پراخیدو دی او د دې هیواد امنیتي وضیعت خراب شوی دی.
ددغو دریو هیوادونو استازو د سه شنبې په ورځ د مسکو په غونډه کې موافقه وکړه چې په راتلونکې کې دې ډول غونډو ته افغانستان هم راوبلل شي.
د افغانستان حکومت دې غونډې ته د نه بلل کیدو په وجه ناخوښي څرگنده کړې او دغه غونډه یې د پردې شاته او له ابهام ډکه غونډه گڼلې ده چې د هغوی په وینا په اړه یې زیاتې پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په هره غونډه کې چې د افغانستان په اړه وي او د افغانستان استازی په کې گډون ونه لري د افغانستان لپاره به هیڅ ډول گټه ونه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د رویترز اژانس ته وویل "د افغانستان د اوضاع په هکله بحث که په ښه نیت هم وي د افغانانو د شتون پرته به د وضیعت د ښه کیدو سره کومه مرسته ونه کړي او ددې ډول غونډو په اړه به پوښتنې رامنځ ته کړي".
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروفوا د غونډې وروسته خبریالانو ته وویل " درې واړو هیوادونو په ځانگړې توگه په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو په خاصه د داعش د مخ په زیاتیدونکي فعالیت په اړه اندیښنه څرگنده کړه".
د امریکا متحده ایالات چې اوس هم په افغانستان کې ١٠٠٠٠ سرتیري لري او په تیرو ١٥ کلونو کې په دې هیواد کې د سخت دریځو ډلو پر وړاندې په جگړه بوخت دی، هغه هم د مسکو غونډې ته نه دی بلل شوی.
دا د روسیې، چین او پاکستان ترمنځ ددې لړۍ دریمه غونډه ده چې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو د استازو نه شتون په کې د واشنگټن د اندیښنې وړ گرځیدلی دی.
د روسیې سره د طالبانو اړیکې
افغان مقاماتو ویلي دي چې روسیه د طالبانو سره د اړیکو د ژورولو هڅه کوي، خو مسکو د افغانستان د دولت مخالفو یاغیانو ته د مرستو برابرول رد کړي دي.
میرمن زخاروفوا وویل چې درې واړو هیوادونو موافقه کړې چې د یو شمیر طالبانو نومونه دې د ملگرو ملتونو د بندیزونو د لیست څخه وایستل شي چې د هغې په وینا "د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې هڅې غښتلې شي".
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره میاشت د ملگرو ملتونو څخه وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله نوم دې د هغه سازمان د بندیزونو په لیست کې ثبت کړي.
د افغانستان د شمال یو شمیرولسوالۍ چې د مرکزي اسیا د هیوادونو سره گډه پوله لري او ددې هیواد یو شمیر نورې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او یا هم طالب یاغیان په کې پراخ شتون لري.
روسیه اندیښمنه ده چې کیدای شي یاغیگري او یاغیان د افغانستان له پولې واوړي او د مرکزي اسیا هیوادونو ته مخه کړي او په پای کې مسکو ته د یو سرخوږي سبب نه شي.