د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې کې د کرونا له کبله د مړو شمېر تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی 


په یوه ورځ شاوخوا ۸۹۰ کسان مړه شوي

په روسیې کې چارواکي وايي د کروناویروس د پيل راهېسې په لومړي ځل په یوه ورځ په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر کسان مړه شوي‌ دي.

د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ د اکتوبر په درېیمه نېټه د کرونا ویروس له کبله لږ تر لږه ۸۹۰ کسان مړه شوي دي.

روسیه ۱۴۴ میلیون نفوس لري او د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د دوشنبې تر ورځې پورې پدې هیواد کې ۷.۲ میلیون خلک په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۰۷زره نور مړه شوي دي.

له دې هر څه سره سره بیا هم روسي چارواکي وايي چې د محدودیت لګولو لپاره کومه طرحه نلري.

په روسیه کې د ماسک تړل جبري دي‌ خو ډېر نه څارل کیږي. چارواکو څه موده مخکې یوه لایحه نافذه کړه چې د رستورانتونو او مۍ خانو داخل ته تلونکي مشتریان باید د کروناویروس د منفي نتیجې سند ولري، خو د رستورانتونو او مۍ خانو د مالکانو او متشبثینو له شکایتونو وروسته یې دا قانون لغوه کړ.

روسیې د کرونا ویروس ضد لومړی واکسین «سپوتنیک وي» تولید کړ او تر دې دمه یې ۳۲.۲ میلیون خلکو دا واکسین کړی دی چې د روسیې د ټولو نفوس ۲۸ سلنه کیږي.

XS
SM
MD
LG