د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې په یوه ورځ څه باندې ۹۶۰۰ کسان په کرونا اخته شوي


د روسیې چارواکي وايي دکروناویروس ډېر چټک سره خپریږي
د روسیې چارواکي وايي دکروناویروس ډېر چټک سره خپریږي

د روسیې روغتیايي مسؤولینو د شنبې په ورځ مۍ ۲(غويي۱۳) وویل چې په یوه ورځ کې په دغه هېواد کې ۹۶۲۳ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

دا د کروناویروس له خپرېدو له پیل راهیسې په یوه ورځ کې په روسیه کې تر ټولو ډېر کسان دي چې په کوویډ۱۹ اخته کیږي.

په دې سره په روسیې کې په کوویډ د اخته کسانو شمېر څه باندې ۱۲۴زره ته ورسېد چې شاوخوا ۵۷۳۰۰ یې په مسکو کې دي.

د کوویډ۱۹ له کبله تر دې دمه په روسیه کې تر ۱۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي. چارواکي‌ وايي کروناویروس لا هم په دغه هېواد کې په چټکۍ سره خپریږي.

په روسیه کې د غټانو تر څنګ یو شمېر ماشومان هم په دغه ویروس اخته شوي دي.

د روسیې د روغتیا چارواکي وايي تر دې دمه دوه ماشومان مړه شوي او ۱۱ نور په سخت حالت کې دي او ویره شته چې دا ویروس ماشومان هم ډېر وځپي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس کروناویروس له کبله تر دې دمه په نړۍ کې ۲۳۸زره تنه مړه شوي او څه باندې ۳.۳ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG