د لاس رسي وړ اتصالات

د دونتڅک او لوهانسک په اړه څومره پوهېږئ؟ 


د سیمې نقشه
د سیمې نقشه

د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین د اوکراین په ختیځ کې د «دونتڅک د خلکو جمهوریت» او «لوهانسک د خلکو جمهوریت» جلا شوې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې. د روسیې پارلمان هم دا پرېکړه تائید کړه.

ملګرو ملتونو، امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني‌او نورو متحدینو یې د روسیې دا اقدام غندلی دی.

موقعیت

د اوکراین په ختیځ کې دونتڅک او لوهانسک سیمې له روسیې سره په سرحد کې نژدې دي. د دغو سیمو په یو شمېر برخو باندې بیلتون غوښتونکي او په یو شمېر نورو یې د اوکراین ځواکونه کنترول لري.

د دغو سیمو لوی صنعت د ډبرو سکاره او د وسپنې تولید دی.

نفوس

دونتڅک او لوهانسک ټولټال شاوخوا ۳.۶ میلیون نفوس لري چې اکثریت یې په روسۍ ژبه غږیږي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډېر روسي کارګران هلته وکوچېدل او مېشت شول.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس د معلوماتو په اساس مسکو په وروستیو کلونو کې د دغو سیمو ۷۲۰زره وګړو ته د روسیې پاسپورتونه ورکړي دي.

بیلتون غوښتنه

په ۲۰۱۴ کې د دونتڅک او لوهانسک بیلتون غوښتونکو حکومتي ودانۍ تر کنترول لاندې راوستلې او د همدغو دوو سیمونو په نومونو یې خپل مستقل جمهوریتونه یې اعلان کړل.

له دغو پېښو وروسته روسیې د کریمیه ټاپو هم په خپل قلمرو کې شامل کړ.

د اوکراین په ختیځ کې جګړه

له ۲۰۱۴ راپدیخوا د بیتلون غوښتونکو او اوکراین د پوځ تر منځ جګړو کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي. اوکراین روسیه د بیلتون غوښتونکو سره په مرستې تورنوي، خو مسکو دا تورونه ردوي.

د جګړو په مهال په ۲۰۱۴ کې د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه هم ووېشتل شوه او شاوخوا ۲۹۸ کسان په کې مړه شول.‌ د دغې پېښې پلټونکو وموندله چې د بیلتون غوښتونکو له سیمې دا الوتکه په توغندي وېشتل شوې ده. خو روسیې په دغې پېښې کې خپل لاس لرل رد کړل.

استقلال

په ۲۰۱۴ کې په دونتڅک او لوهانسک کې واک ته له رسېدو وروسته، بیلتون غوښتونکو د خپلواکۍ د اعلان لپاره رایه اچونه وکړه. تر دې دمه هېڅ هېواد هم په رسمیت پېژندلي‌ نه دي. خو روسیې د بیلتون غوښتونکو له غوښتنې وروسته هغوی په رسمیت وپېژندل.

ولسمشران

د دغو سیمو هره یوه یې خپل ځان ته ولسمشر لري. په ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې دینس پوشیلین د «دونتڅک د خلق جمهوریت» ولسمشر او لونید پاسچینک د «لوهانسک د خلق جمهوریت» د ولسمشر په توګه وټاکل شول. اوکراین دا انتخابات غندلي او رد کړي دي.

د منسک تړون

د منسک تړون د روسیې له لوري د مستقلو هېوادونو په توګه د دغو سیمو په رسمیت پېژندلو سره د منسک تړون لغوه کړ،‌ دا تړون هېڅکله هم په تمامه مانا تطبیق شوی نه و. دا تړون د ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کلونو ترمنځ لاسلیک شو چې په کې په اوکراین کې دننه یې د دغو سیمو د پراخې خودمختارۍ غوښتنه شوې وه.

نورې لانجمنې سیمې

روسیې په ۲۰۰۸ را وروسته له یوې لنډې جګړې وروسته د ګرجستان-ابخازیا او جنوبي اوستیای دوو جلا شویو سیمو استقلالیت په رسمیت وپېژنده. روسیې له هغې وروسته په دغو سیمو کې خپل عسکر ځای په ځای کړي او وګړو ته یې د روسیې د تابعیت ورکولو وړاندیزونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG