د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د اقتصادي کړکیچ په درشل کې


د روسیې د پیسو (روبل) د ارزښت رالویدل
د روسیې د پیسو (روبل) د ارزښت رالویدل

د روسیې د اقتصاد وزارت د سه شنبې په ورځ وړاندوینه وکړه چې ددې هیواد ناخالص کورنی عاید چې په روان کې کې په سلو کې ۱.۲ وده درلوده، شاو خوا ۰.۸ فیصده به راښکته شي.

د لویدیځ له لورې په دې هیواد باندې بندیزونه او د روسیې د صادراتي تیلو د بیې راټیټیدل د دې کړکیچ د رامنځ ته کیدو لپاره زمینه برابره کړې ده.

اټکل کیږي چې د روسیې د مصرفي توکو عاید به په ٢٠١٥ کال کې د مخکنیو وړاندوینو برخلاف دوه عشاریه اته فیصده رکود سره مخامخ شي. که څه هم چې ویل شوي وو چې ددې هیواد د مصرفي کالیو یا توکو عاید به په سلو کې صفر عشاریه څلور وده وکړي.

په داسې حال کې چې د روسیې بازارونه د اقتصاد د شاته تگ د خبر له خپریدو وروسته د رکود شاهد وو، خو د دې هیواد د مالیې وزیر انتون سلوانوف، ویلي دي چې دغه نوې وړاندوینې د اندیښنې وړ دي. هغه وویل چې دا له وخته دمخه اټکلونه دي او لاه باید پرې غور وشي.

د روسیې اقتصادي گډوډي د تیلو د ټیټې بیې له وجې ده چې ددې هیواد د صادراتو عمده جز او د دولتي بودجې ملاتړ دي، او همداشان د د لویدیځ له لورې د بندیزونو په وجه دي چې د اوکرائین په کړکیچ کې د د مسکو د لاسوهنې په خاطر پر دې هیواد باندې لگیدلي دي.

د لویدیځ بندیزونو د روسیې بانکونه زیانمن کړي او په دې هیواد کې یې پانگې اجونې ته زتاوان رسولی دی.

د روسیې د پیسو واحد – روبل – په روان کال کې څه دپاسه په سلو کې څلویښت خپل ارزښت بایللی دی او په دې هیواد کې یې د اقِصادي تورم د رامنځ ته کیدو په اړه اندیښنه زیاته کړې ده، هغه وضیعت چې کیدای شي په دې هیواد کې لگښتونو ته هم زیان ورسوي.

ددې اقتصادي اټکل په خپریدو سره د روسیې د بازار خوزښت چې نسبي ښه شوی و، شاته وتمباوه. روسي روبل د امریکایي ډالر په وړاندې په سلو کې ۳.۵ راولوید او د سه شنبې د ورځې له غرمې وروسته یو ډالر د ٥٣ روبلو سره تبادله کیده.

د روسیې د مالیې وزیر وویل چې د روبل د بیې او د اسعارو د تبادلې د کچې راښکته کیدل د تیلو د بیې د راښکته کیدو سره اړوند دي چې اوس یو بیرل تیل په ۶۰ ډالر خرڅیږي. د برنت نفتو نړیواله بیه د سه شنبې په ورځ اویا ډالرو ته رسیده.

روسیه د خپل اقتصادي انډول لپاره د پورونو ډیر ټیټه کچه او د بهرنیو اسعارو پراخه زیرمه لري، خو د تیلو پر صادراتو باندې سخته تکیه او مخ په زیاتیدونکې سیاسي انزوا چې د بهرنۍ پانگونې له کمیدو سره جوخت ده، روسیه لا زیات د اقتصادي کړکیچ خواته بیایي.

په مسکو کې میشت اقتصادي څیړونکي وایي د روبل د ارزښت رالویدلو او د نفتو (تیلو) د بیې راښکته کیدلو د روسیې اقتصادي ودې او د بهرنی پانگې راجلبولو ته سخته ضربه ورکوي. له بلې خوا د هغوی په وینا دا وضیعت به د مصرفوونکو باور او سوداگریز فعالیتونه هم خنډني کړي.

XS
SM
MD
LG