د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د هالنډ ۱۵ دپلوماتان شړي


د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د اقدام اد تاسف وړ بللی
د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د اقدام اد تاسف وړ بللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د هالنډ ۱۵ دپلوماتان له خپلې خاورې څخه شړي او هغوی ته یې دوې اونۍ وخت ورکړی دی.

روسیې دا اقدام د هالنډ د حکومت د تېرې میاشت له همداسې یو اقدام وروسته وکړ. هالنډ ۱۷ روسي دپلوماتان وشړل او هغوی یې‌ په جاسوسۍ تورن کړل.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، له یو شمېر اروپايي هېوادونو څخه د روسیې دپلوماتان شړل شوي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د روسیې څخه د همداسې یو اقدام تمه کېدله او دا یې ښه اقدام نه دی ګڼلی. دا دپلوماتان به په مسکو کې د هالنډ له سفارت او په اس-پېټرسبرګ کې یې له کونسلګرۍ څخه وځي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د اترېش او بلغاریا ۱۲ دپلوماتان هم شړي. دوی دواړو هېوادونو هم د روسیې ځینې دپلوماتان شړلي دي.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو، پولنډ، لیتوانیا، لاتیوا، استونیا، سلواکیا، مونتنېګرو او ځینو نور شاوخوا ۳۰۰ روسي دپلوماتان څخه شړلي دي.

روسیې هم د چیک جمهوریت، بلغاریا او اروپایي ټولنې په ضد ورته اقدامات کړي دي. روسې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ.

امریکا او ناټو دا برید غندلی، له اوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې پیل کړي او په روسیې باندې یې کلک بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG