د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې ته د اتریش د صدراعظم سفر او د اوکراین د جګړې تازه پرمختګونه 


اوکرایني مهاجر
اوکرایني مهاجر

د اتریش صدراعظم د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) مسکو ته ځي او هغه به پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې لومړنی اروپایي مشر وي چې د روسیې د ولسمشر سره ګوري.

د اتریش صدراعظم کارل نیهامر پداسې حال کې مسکو ته ځي چې اوکراین د هیواد په ختیځ کې د روسیې سترې حملې ته تیاری نیسي.

د اتریش صدراعظم وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې به د بوچا ښارګوټي په ګډون د کیف ښار په شاوخوا ویجاړو شویو سیمو کې د جنګي جنایتونو د مرتکب کیدو مسئله یاده کړي؛ کومې سیمې چې روسي ځواکونو ولکه کړې وې.

اوکرایني مقاماتو ویلي چې پدغه سیمه کې یې څه دپاسه ۱۲۰۰ مړي موندلي او دوی غواړي د پوتین او نورو روسي لوړپوړو چارواکو په ګډون په «۵۰۰ تورنو» روسانو جنایي دعواوی وکړي.

کروشیا غواړي ۲۴ روسي دپلوماتان وباسي

د کروشیا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو ۲۴ روسي دپلوماتان او د هغه هیواد د سفارت کارکوونکي باسي.

کروشیا دا تصمیم پداسې حال کې نیسي چې یو زیات شمیر نورو اروپایي هیوادونو هم روسي دپلوماتان ایستلي دي.

د کروشیا د بهرنیو چارو وزارت وایي د روسیې سفیر یې وربللی او «پر اوکراین باندې د روسیې وحشیانه یرغل او د یو شمیر جنایتونو ترسره کیدل یې سخت غندلي» دي.

د اروپایي ټولنې له لورې پر مسکو د بندیزونو شپږم پړاو

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په مسکو باندې د شپږم ځل لپاره د بندیزونو پر لګولو بحث کوي.

د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه پدې مسله سره ویشل شوي چې روسیې ته د سخت زیان رسولو لپاره ددې هیواد څخه د تیلو او ګازو پر وارداتو بندیزونه ولګوي اوکه نه. خو دپلوماتاتو تائید کړې چې پدې هکله خبرې روانې دي.

د اوکراین په اړه د بایډن او مودي خبرې

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) د هند د صدراعظم نرندرا مودي سره څو اونۍ وروسته له هغه خبرې کوي چې ښاغلي بایډن پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په غبرګون کې هند "متزلزل" وګاڼه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د یکشنبې په ورځ اپریل لسمه (وري۲۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ولسمشر بایډن ددغه مجازي اړیکې څخه د " اوکراین په وړاندې د روسیې د ظالمانه جګړې د پایلو او د توکیو په بازارنو کې په غذایي تدارکاتو باندې ددې جګړې د بې ثباته کوونکو اغیزو د کمولو په اړه د سلا مشورې" لپاره استفاده کوي.

اوکرایني مهاجر

د وروستیو رپوټونو له مخې تر اوسه څلور نیم میلیون اوکراینیان د روسیې د یرغل په نتیجه کې له هیواد څخه کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې ۴.۵ میلیون اوکراینیان له هیواد څخه وتلي دي چې په وینا یې په سلو کې ۹۰ یې ښځې او ماشومان دي. د اوکرایني مهاجرو له نیمایي څخه زیات پولنډ ته تللي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د مکسیکو سره په ګډې پولې کې وروسته تر هغه د اوکراینیانو د راتګ چارې لا ګړندۍ کړې دي چې د روسیې د یرغل له کبله ګڼ شمیر اوکراینیانو په امریکا کې د پنا اخیستو لپاره ځانونه تر دغه سرحده رارسولي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین له ختیځ کراماتورسک ښار څخه د خلکو د ایستلو بهیر روان دی؛ هغه ښار چې د ریل ګاډي په یو تم ځای کې یې د میزایل د لګیدلو له امله لږ تر لږه ۵۷ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG