د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړه؛ روسیې د ګوګل انټرنټي شبکه ۳۶۰ میلیون ډالر جریمه کړه 


د یوټیوب شبکه د ګوګل ده
د یوټیوب شبکه د ګوګل ده

په مسکو کې یوې محکمې د ګوګل انټرنټي شبکه له دې کبله ۲۱ میلیارد روبل (۳۶۰ میلیون) ډالر جریمه کړې ده چې د روسي چارواکو په وینا د اوکراین د جګړې په اړه یې خپاره شوي مطالب نه دي لېرې کړي.

د روسیې د مخابراتو د تنظیم ادارې د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ۲۷) ویلي دي چې ګوګل په یوټیوب کې د اوکراین د جګړې په اړه خپاره شوي «غلط معلومات او د ترهګرو او افراطیان تبلیغات» نه دي‌ لېرې کړې. وايي دا شبکه همدغه راز د هغې محتوا په لېرې کولو کې هم پاتې راغلې ده چې «له ماشومانو غوښتل شوي په غیر مجوزو مظاهرو کې» برخه واخلي. د یوټیوب ویدیويي چاینل د ګوګل شبکې دی.

د روسیې یو خبري اژانس «ریا نووستي» د یو کارپوه ولادمیر زیکوف له خولې لیکلي دي چې دا لومړی ځل دی چې د روسیې یوه محکمه د لویدیځ د تکنالوژۍ یو شرکت دومره ډېر جریمه کوي.

دغه کارپوه ویلي دي چې د روسیې چارواکي چې څومره وغواړي د ګوګل شرکت جریمه کولای شي، خو د جریمې پېسې به ترلاسه نکړي.

د ګوګل انټرنټي شبکې تر دې دمه د دغې جریمې په اړه څه نه دي ویلي.

روسیې په وروستیو کلونو کې د لویدیځ په ټولنیزو انټرنټي شبکو یو لړ بندیزونه لګولي او هڅه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې په مسکو باندې د انتقادونه مخه ونیسي.

ګوګل په دې وروستیو کې په روسیې کې خپل مارکیټ هم بند کړ چې په اوکراین کې د مسکو یرغل وغندي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې روسیې د مارچ په میاشت کې د یوټیوب او ګوګل فعالیتونه «تروریزم» ونومول او په دې کار سره دا احتمال زیات شو چې دا شبکې به په روسیې کې وتړل شي. روسیه د ټویټر، انستاګرام او نورو ټولنیزو شبکو په اړه هم همداسې دریځ لري.

په همدې حال کې مسکو د اوکراین د جګړې په ضد د مخالفت او څرګندونو باندې هم خلک جریمه کوي او هغوی چې د دغې جګړې په اړه د «ناسمو معلوماتو په خپرولو» پړه وګڼل شي، ۱۵ کاله بندي کېږي. یو شمېر خلک وار د مخه په دې تورونو بندیان شوي‌ دي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ چې په نړیواله کچه غندل کېږي.

XS
SM
MD
LG