د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې تازه بریدونو د اوکراین پر سترو ښارونو برښنا پرې کړې 


پر اوکراین باندې د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۵) د روسیې د میزایلو تازه بریدونو په نتیجه کې ددې هیواد په لویو ښارونو کې د اوبو رسولو شبکې له کاره لویدلي او بریښنا پداسې حال کې پرې شوې ده چې د تودوخې درجه د سانتیګراد په کچه صفر څخه ښکته ده.

په کیف کې د فرانس پرس اژانس خبریالانو د درنو چاودنو راپور ورکړی او ښاروال ویلي چې د میټرو ترانسپورتي شبکې کار بند کړی ترڅو د ښار اوسیدونکو ته د ژغورنې لپاره په تم ځایونو کې پناه ورکړي.

د اوکراین په جنوبي ښار کریوی ریګ کې چې د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ټاټوبی دی په تازه بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د انرژۍ وزیر جرمن ګالوشینکو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې: "د انرژۍ په زیربنا باندې د روسیې د پراخو بریدونو یوه بله څپه." هغه زیاته کړې چې: "د بریښنا بیړنۍ قطع کیدل به رامنځته شي."

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې د جمعې د ورځې برید د هغو بریدونو د څو څپو وروستی دی چې د اکتوبر په میاشت کې په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې د روسیې د «شرمناکه» ماتې وروسته پیل شوي دي.

د اوکراین دوهم لوی ښار خارکیف، چې له روسیې سره پولې ته نږدې دی، د ښار د ښاروال په وینا د بریښنا له نشتوالي سره مخامخ دی.

همداشان د پولتاوا او کریمینچوک مرکزي ښارونه هم بریښنا نلري.

روسیې پداسې حال کې د اوکراین پر تاسیساتو باندې د توغندیو تازه بریدونه کړي چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی که متحده ایالتونه اوکراین ته د «پیټریټ» په نامه د هوايي دفاع پرمختللي میزایل انتقال کړي، مسکو به دا یو «پاروونکی اقدام» وګڼي چې غبرګون ښودلو ته یې اړ کولای شي.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې د مسکو د هوايي بریدونو سره د مبارزې لپاره به د «پیټریټ» میزایلو انتقال د روسیې په لس میاشتنۍ جګړې کې د متحدو ایالتونو نقش نور هم قوي کوي چې «ممکنه عواقب به» له ځان سره ولري.

هغې دا ندي ویلي چې د روسیې غبرګون به څه وي، خو زیاته کړې یې ده چې واشنګټن باید د مسکو له خبرداري څخه «سمه نتیجه ګېري» وکړي او دا چې د امریکا له لوري د تجهیزاتو انتقالول د روسیې د بریدونو مشروع هدف دی.

XS
SM
MD
LG