د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د روسیې خبرداری: اوکراین ته د پیټریټ میزایلو ورکول بې ځوابه نه پاتې کېږي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی که متحده ایالتونه اوکراین ته د «پیټریټ» په نامه د هوايي دفاع پرمختللي میزایل انتقال کړي، مسکو به دا یو «پاروونکی اقدام» وګڼي چې عکس العمل ښودلو ته یې اړ کولای شي.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا وویل چې د مسکو د هوايي بریدونو سره د مبارزې لپاره به د «پیټریټ» میزایلو انتقال د روسیې په لس میاشتنۍ جګړې کې د متحدو ایالتونو نقش نور هم قوي کوي چې «ممکنه عواقب به» له ځان سره ولري.

هغې ونه ویل چې د روسیې غبرګون به څه وي، خو زیاته یې کړه چې واشنګټن باید د مسکو له خبرداري څخه «سمه نتیجه ګېري» وکړي او دا چې د امریکا له لوري د تجهیزاتو انتقالول د روسیې د بریدونو مشروع هدف دی.

نوموړې وویل چې متحده ایالتونه وار دمخه «په اغیزناک ډول د جګړې په یو اړخ» بدل شوی دی.

امریکايي مقاماتو څو ورځې مخکې خبریالانو ته تائید کړه چې پنټاګون اوکراین ته پیټریټ میزایل ورکوي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له پخوا څخه د داسې هوايي‌ دفاع د سیستم غوښتنه کوله چې د روسیې د بریدونو مقابله وکړي او په اوکراین باندې توغول کېدونکي میزایل خنثی کړي.

په سپینې ماڼۍ او پنټاګون کې مقاماتو تل دا خبره کړې وه چې له اوکراین سره د هوايي دفاع اضافي مرسته لومړیتوب و، خو د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو باندې د روسیې د بریدونو له زیاتوالي وروسته یې پرېکړه وکړه چې د هوايي دفاع د سیستم ورکول ضروري دي.

د اوکراین د هوايي دفاع سیستم د روسیې د بریدونو په وخت کې مهم رول لوبولی خو په ځمکنۍ جګړې کې چې ځینې سیمې د مسکو له لاسه ووتلې او بیا یې د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو بریدونه زیات کړل، کیف له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل چې د پیټریټ میزایلو سیستم ورکړي.

د امریکا د پیټریټ د میزایلو سیستم رادار، د کنترول مرکز، د برېښنا د تولید وسایل او تر اتو توغندیو پورې د توغول کېدو امکانات لري او د دافع هوا یو ډېر پرمختللی سیستم بلل کېږي.

په همدې حال کې امریکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل چې په روان ژمي کې به په جرمني کې د اوکراین سرتېرو ته د نویو لارښوونو له مخې د جنګي روزني پروګرامونه پراخوي.

متحدو ایالتونو وار دمخه د اوکراین ۳۱۰۰ عسکرو ته د راکټونو د پرمختللیو سیستمونو او نظامي موټرونو د کارولو په اړه د روزنې ورکولو تر څنګ، په نورو برخو کې هم روزنې ورکړې.

د امریکا لوړ پوړیو پوځي مقاماتو د دا ډول روزنو د زیاتولو په اړه بحثونه کول او ویل یې چې باید د روسيې د ځواکونو د بریدونو په وړاندې د اوکراین د نظامي قطعاتو او کنډکونو ظرفیت ښه شي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۵ په اوکراین یرغل پيل کړ چې امریکا او متحدینو یې دا یرغل وغنده او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پيل کړې چې کیف د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG