د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د غږ څخه تیز سرعت لرونکی میزایل “زیرکان” وازمایه 


روسیه وایي چې نن د نومبر ۲۹ (لیندۍ ۸) یې یو ځل بیا د غږ له سرعت څخه تیز سرعت لرونکی میزایل “زیرکان”په کامیابه توګه ازمایلی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ قدرتونه د پرمختللو وسلو په جوړولو کې له یو بل سره په سیالۍ اخته دي. امریکا، فرانسه او چین د داسې وسلو په ازمایلو اخته ده چې د غږ څخه ۵ برابره تیز ګڼل کیږي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلی چې د غږ څخه تیز سرعت لرونکو وسلو د ازمایښتونو د لړۍ د تکمیل په لړ کې یې دا ځل د ګورشکوف د جنګي بیړۍ څخه د زیرکان میزامیل ازمایلی او ددغه میزایل په مرسته یې د ۴۰۰ کیلومترو په واټن کې یو هدف له منځه وړی دی.

روسیه غواړي خپلې جنګي بیړۍ او اوبتلونه په دغه ډول میزایلو سمبال کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کال ۲۰۱۹ کې وویل چې ددغه هیواد نوې وسلې کولی شي تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورې لیرې هدف د غږ څخه درې ځلې تیز سرعت سره په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غربي رسنیو د راپور په اساس چین یو داسې میزایل له هوا څخه ازمایلی چې سرعت یې له غږ څخه پنځه ځلې ډیر دی.

له دې وړاندې هیڅ هیواد دغه ډول میزایل له هوا څخه نه وو ازمایلی خو چین بیا دغه خبرونه رد کړي او ویلي یې دي چې یواځې فضایي راکېټ یې ازمویلی دی.

له دې وړاندې د روسیې اردو د اکتوبر په څلورمه (تلې ۱۲) ویلي و چې د زیرکان په نوم دوه میزایلونه یې د یو اوبتل څخه توغولي او ټاکل شوی هدف یې په کامیابۍ له منځه وړی دی.

XS
SM
MD
LG