د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د البغدادي د وژنې په هکله د روسیې په ادعا شک لري


د داعش مشر ابوبکر البغدادي
د داعش مشر ابوبکر البغدادي

د امریکا استخباراتي څیړونکي د روسیې په هغې ادعا باندې شک کوي چې وایي د القاعده شبکې مشر ابوبکر البغدادي ښایي تیره میاشت د روسیې په هوايي برید کې وژل شوی وي.

د داعش په وړاندې د امریکا پر مشرۍ عملیاتو ویاند راین ډیلن وايي د امریکا متحده ایالات دغه راپورونه اوسمهال نشي تاییدولی.

د روسیې د دفاع وزارت وایي هغه معلومات څیړي چې د سوریې د رقه ښار ته نژدې د روسیې په یو هوایي برید کې کیدای شي د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی وي.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې په خپل فیسبوک یې خپره کړې ویلي چې روسي الوتکو د می په میاشت کې د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته هغه وخت بریدونه وکړل چې د اسلامي دولت د ډلې مشرانو د یوې غونډې پلان درلود.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې په دې اعلامیه کې ویل شوي چې "د می د میاشتې په ٢٨ وروسته له هغې چې ډرون د داعش د مشرانو د غونډې د وخت او ځای په اړه د معلوماتو د تائیدولو لپاره وکارول شول" روسي الوتکو پر هغه ځای باندې چې د داعش مشران په کې راټول شوي وو، حمله وکړه.

د روسیې د دفاع وزارت وایي "د هغو معلوماتو له مخې چې اوس د مختلفو چینلونو نه ترلاسه شوي په دې غونډه کې د داعش مشر ابو بکر البغدادي هم ناست و چې په برید کې ووژل شو".

د امریکا پر مشرۍ د داعش ضد ایتلاف وایي دوی د البغدادي د وژل کیدو په هکله د روسیې رپوټ نشي تائیدولی.

د روسیې د دفاع وزارت وایي، داسې باور دی چې د روسي الوتکو په دغه برید کې د داعش څو لوړپوړي مشران وژل شوي وي چې په هغو کې ٣٠ قوماندانان او د هغوی شاوخوا ٣٠٠ ساتونکي وژل شوي وي.

د روسیې پوځ وایي چې د امریکا متحده ایالاتو ته ددغه برید د وخت او ځای په هکله خبر ورکړل شوی و.

له بلې خوا د روسیې د ادعا سره سره په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې رئیس رامي عبدالرحمان، د البغدادي د وژل کیدو په هکله شک لري. ښاغلي عبدالرحمان ویلي دي چې د هغه د معلوماتو له مخې البغدادي د می د میاشتې په پای کې د سوریې په دیرالزوز کې و.

دا لومړی ځل نه دی چې د ابوبکر ابغدادي د وژل کیدو خبر خپریږي. خو دمخه هر ځل د البغدادي د وژل کیدو خبر غلط و.

XS
SM
MD
LG