د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسيې دپلوماتیک کړکیچ؛ روسیه امریکايي دپلوماتان باسي 


په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت
په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت

روسیې د جهارشنبې په ورځ دسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۰) په یو غچ اخیستونکي اقدام کې له هغو امریکایي دپلوماتانو څخه چې څه دپاسه درې کاله په مسکو کې اوسیدلي غوښتي چې د راتلونکې جنورۍ تر ۳۱مې نیټې ددې هیواد نه ووځي.

د روسیې دغه اقدام د مسکو او واشنګټن ترمنځ د وروستي دپلوماتیک جنجال د پراخیدو په ترڅ کې کیږي چې تیره اونۍ په متحده ایالاتو کې د روسیې سفیر وویل امریکا د ۲۷روسي دپلوماتانو او د هغوی له کورنیو غوښتي چې د ۲۰۲۲کال د جنورۍ تر ۳۰پورې له متحده ایالاتو څخه ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا یو خبري کنفرانس ته وویل چې: «مونږ...نیت لرو چې په کتبي بڼه غبرګون وښیو. د امریکا د سفارت هغه کارکوونکي چې څه دپاسه درې کاله یې په مسکو کې کار کړی باید د جنورۍ تر ۳۱له روسي څخه ووځي.»

د رویترز اژانس د روسیې د خبري اژانس آر ای ای د رپوټ په اساس د میرمن زخارووا له قوله لیکلي چې د امریکا نوي مقررات هم پدې معنی دي چې هغو روسي دپلوماتانو چې درې کاله یې په متحده ایالاتو کې کار کړی له دې هیواد نه اخراجیږي.

د روسیې ددغې پریکړې په اړه په مسکو کې د متحده ایالاتو سفارت سمدستي کومه تبصره نده کړې.

په مسکو کې د روسیې د سفارت د کارکوونکو نور کمښت پر سفارت باندې د چارو په ترسره کولو کې فشار راوړي. په ولادیوستیک او یکاتیریبرګ کې د قونسلګریو له بندولو وروسته په مسکو کې د امریکا سفارت په روسیه کې د متحده ایالاتو وروستی دپلوماتیک عملیاتي ماموریت دی چې اوس یواځې ۱۲۰کارکوونکي لري، پداسې حال کې چې په ۲۰۱۷کال کې په روسیه کې د امریکایي دپلوماتانو شمیر ۱۲۰۰ته رسیده.

متحده ایالاتو په روان کال کې په مسکو کې د غیر دپلوماتیکو ویزو د ورکولو بهیر وځنډاوه، او د روسیې اوسیدونکي یې د "د کوره ملتونو" په لست کې شامل کړل تر څو روسان وکړای شي په یو دریم هیواد کې دامریکاویزه ترلاسه کړای شي.

XS
SM
MD
LG