د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د امریکا او اروپا په وړاندې له ایران څخه ملاتړ اعلان کړ


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

پداسې حال کې چې د ایران او لویدیځوځواکونو ترمنځ د ۲۰۱۵کال اټومي تړون سره د امریکا د بیرته یو ځای کیدو لپاره هڅې روانې دي، روسیې د امریکا او اروپا پر وړاندې د ایران له موقف څځه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، په تهران کې د خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، هیله من دي چې وکړای شي دغه تړون بیرته راژوندی کړي او امریکا هغې ته په بشپړه پابندۍ بیرته ورشي.

د امریکا د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ، په ۲۰۱۸کال کې امریکا له دغه تړون څخه وایستله او پر ایران یې نور بندیزونه هم ولګول.

خو د امریکا جمهور رئیس جو بایډن، تیاری ښودلی چې یو لړ بندیزونه لرې کړي او بیرته له تړون سره یوځای شي.

تیره اونۍ پدې اړه د اتریش په پلازمینه ویانا کې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو لومړنۍ غونډه وکړه او ټاکل شوې چې د هغوی دوهمه غونډه هم په همدې اونۍ کې وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداشان د ایران پر اتو امنیتي مقاماتو باندې د اروپایي ټولنې بندیزونه وغندل او وویل چې دغه اقدام د اټومي تړون د بیرته راژوندي کیدو هڅه ګواښي.

ښاغلي لاوروف وویل: "په اروپایي ټولنه کې هیڅ هماهنګي نشته. چپ لاس له ښي لاس څخه خبر ندی."

هغه وویل پداسې حال کې چې په ویانا کې خبرې روانې دي، که په ایراني امنیتي مقاماتو باندې د بندیزونو لګولو تصمیم په اګاهانه توګه نیول شوی وي، "یواځې د خپګان وړ نه بلکې له جرم څخه بده اشتباه ده."

ایران تیره ورځ د اروپایي ټولنې د بندیزونو په غبرګون کې اعلان وکړ چې د اروپا سره په مختلفو برخو کې خپله همکاري د هغې جملې نه "د تروریزم، مخدره توکیو د قاچاق او مهاجرینو" په برخه کې همکارۍ ځنډوي.

XS
SM
MD
LG