د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې لونا-۲۵ فضایي بیړۍ د سپوږمۍ له سطحې سره ټکر شوه او له منځه ولاړه


د روسیې فضايي ادارې نن د اګست په شلمه (زمري ۲۹) وویل چې د دغه هیواد لونا-۲۵ فضايي بیړۍ په سپوږمۍ کې له کښیناستو دمخه د یو مانور په ترڅ کې د سپوږمۍ له سطحې سره ټکر شوه.

دغې ادارې ویلي چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دغه فضایي بیړۍ له ټکر وروسته له منځه تللې، ځکه چې هغې سره د اړیکې نیولو لپاره دوه ورځې هڅې ناکامې شوې.

تر دې مخکې د روسیې فضايي ادارې "روسکاسموس" ویلي وو چې د دغه هېواد لونا-۲۵ فضايي بېړۍ د سپوږمۍ سطحې ته د رسېدو پر مهال د «غیر عادي حالت» سره مخ شوې.

ټاکل شوې وه چې د روسیې دغه فضايي بیړۍ د دوشنبې په ورځ د اګست په ۳۰ مه د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې راښکته شي او د سپوږمۍ هغه برخه وپلټي چې د ساینس پوهانو په باور کیدای شي کنګل شوې اوبه او نور قیمتي عناصر ولري.

د روسیې فضايي ادارې په یو بیان کې ویلي چې ددغو عملیاتو په ترڅ کې په اتوماتیکه دستګاه کې "غیر معمولي وضعیت" رامنځته شو، چې په ټاکل شویو پارامترونو یې د مانور ترسره کولو ته اجازه نه ورکوله او دا چې کارپوهان د وضعیت تحلیل او ارزونه کوي.

دغې ادارې له دغې فضايي بیړۍ څخه د سپوږمۍ د جنوبي ژورې ساحې اخیستل شوي انځورونه هم خپاره کړي دي. دا د سپوږمۍ په جنوبي نیمه کره کې دریمه ژوره ساحه ده چې ۱۹۰ کیلومتره قطر او اته کیلومتره ژوروالی لري.

د اګست په ۱۱مه (زمري ۲۰) له شاوخوا ۵۰ کلونو وروسته روسیې د سویوز راکټ په واسطه لونا-۲۵وتوغوله.

لونا-۲۵ چې د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۵مه د سپوږمۍ مدار ته داخله شوه، له ۱۹۷۶ کال راهیسې لومړنۍ روسي فضايي بیړۍ ده چې دغه ماموریت ترسره کوي.

دغه فضايي بیړۍ چې د یو کوچني موټر په اندازه ده، ټاکل شوې وه چې د یو کال لپاره په جنوبي قطب کې کار وکړي؛ چیرته چې د ناسا ساینس پوهانو او د نړۍ نورو فضایی ادارو په وروستیو کلونو په کې د منجمد اوبو نښې پیژندلي دي.

په سپوږمۍ کې د اوبو شتون د راتلونکي فضایي اکتشافاتو لپاره یوه مهمه سرچینه کیدی شي، ځکه چې د سونګ موادو په جوړولو کې کارول کیدی شي، په دې توګه دا احتمال زیاتوي چې له سپوږمۍ څخه د مریخ په ګډون په فضا کې نورو منزلونو ته د سفر کولو د دروازې په توګه استفاده وشي.

تر دې مخکې د روسیې د فضايي ادارې مشر یوري بوریسوف ویلي وو چې د دغې بېړۍ استول ډېر خطرونه لري. هغه ویلي وو چې د دې ماموریت د بریالیتوب احتمال څه باندې ۷۰ سلنه دی.

په همدې حال کې د هند د فضايي څېړنو ادارې د جولای په ۱۴مه (چنګاښ ۲۳) اعلان وکړ چې د سپوږمۍ د سطحې د سپړلو لپاره یې په بریالیتوب سره یوه فضايي بیړۍ وتوغوله.

دا ماموریت د هند د فضايي څېړنو د ادارې (ISRO) دوهمه هڅه ده چې سپوږمۍ ته یوه فضایي بیړۍ استوي. د دغه هېواد پخوانۍ هڅه کابو څلور کاله مخکې ناکامه شوې وه.

د هند د فضايي څېړنو سازمان تائید کړې چې د چندریان -۳ فضايي بیړۍ چې په سنسکرت کې د سپوږمۍ په مانا ده، په بریالیتوب سره د سپوږمۍ مدار ته داخله شوې ده.

ددې مطلب په برابرولو کې د رویترز اژانس له رپوټ څخه کار اخیستل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG