د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل غوسه دي چې ولې ارجنټاین ورسره د فوټبال لوبه لغوه کړه


د ارجنټاین یو لوبغاړي د خپل هېواد د فوټبال د فدراسیون دا پرېکړه ستایلې ده
د ارجنټاین یو لوبغاړي د خپل هېواد د فوټبال د فدراسیون دا پرېکړه ستایلې ده

ارجنټاین د فلطسینیانو له مظاهرې وروسته له اسرائیلو سره د فوټبال یوه پلان شوې لوبه لغوه کړه.

ټاکل شوې وه چې دا لوبه د را رونې شنبې په ورځ ( جون۹) د بیت المقدس د تیدکولیک په لوبغالي کې وشي. ارجنټاین له هغه وروسته دا لوبه لغوه کړه چې د بشري حقونو فلسطیني مبارزینو په بارسلونا کې هغه میدان ته نژدې مظاهره وکړه چې د ارجنټاین لوبډله په کې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ته په تمرینونو بوخته وه.

مظاهره کوونکو د ارجنټاین د ملي لوبډلې د لوبغاړو سپین او آبې رنګه لباس چې په سور رنګ ککړ شوی و، هم له ځانونه سره لېږدول. سور رنګ د فلسطینیانو د وینو د رنګ په مانا بلل کېده او دا چې مظاهره کوونکي به د میسي تصویرونه وسوځي.

اسوشیتډپرس وايی د ارجنتاین لوبغاړي ګونزالو هیګوین وویل" بلاخره، هغوی ښه کار وکړ چې لوبه یې لغوه کړه." ځینې اسرایئلي سیاستوال د ارجنټاین مشهور لوبغاړی لیونل میسي پدې تورن کړی چې "ترهګرو" ته تسلیم شوی دی.

په همدې حال کې د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو د ارجنټاین ولسمشر موریکو مکري ته زنګ وهلي چې په دغي مسئلې کې مداخله وکړي. د اسرائیل ولسمشر ریوین ریولن ویلي دي چې دا د اسرائیل د ورزش لپاره بده ورځ ده.

وړاندې ټاکل شوې وه چې دا لوبه د اسرائیل په حیفه کې کیږي خو د سپورټ وزیر یې بیا اعلان وکړ چې لوبه به په بیت المقدس کې وشي. په همدې حال کې د اسرائیل د حکومت سیاسي مخالفان د ورزش وزارت تورنوي چې سیاست یې په لوبو کې ور ګډ کړ او نتیجه هم منفي راووتله.

د اسرائیل د حکومت سیاسي مخالف عیساس هیرزوګ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا د اسرائیلو پر مخ یو ګوزار دی چې ښایي نړیواله سونامي پیل کړي.

له هغه وروسته چې امریکا بیت المقدس د اسرائیل پایتخت وپېژنده او خپل سفارت یې هلته انتقال کړ، د فلسطینیانو مظاهرو هم ورسره زور واخیست.

پر مظاهره کوونکو د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې سلګونه فلسطینیان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG