د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین د میزایلو د دفاعي سیستم د ویشتلو ادعا وکړه


د میزایلو اس-۳۰۰ دفاعي سیستم
د میزایلو اس-۳۰۰ دفاعي سیستم

روسیې د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) ادعا وکړه چې د میزایلو اس-۳۰۰ دفاعي سیستم چې یو اروپایي هیواد اوکراین ته ورکړی و د یو روسي کروز میزایل په واسطه له منځه یوړل شو.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د سمندر نه توغول شوي کروز میزایل په واسطه د اوکراین د دنیپرو ښار په یو ډیپو کې د اس-۳۰۰ دفاعي سیستم تجهیزات له منځه وړل شوي دي.

روسیې دا هم ویلي چې ۲۵ اوکرایني سرتیري هم پدې برید کې له منځه وړل شوي. خو روسیې دا ندي ویلي چې کوم اروپایي هیواد دغه اس-۳۰۰ دفاعي سیستم اوکراین ته ورکړی و.

د ناټو غړي هیواد سلواکیا ویلي د میزایلو د دفاع هغه اس-۳۰۰ سیستم چې دوی اوکراین ته ډالۍ کړی، پرې برید ندی شوی.

د سلواکیا د حکومت ویاندې لوبیکا جانیکوا ویلي چې: «زمونږ اس۳۰۰ [سیستم] له منځه ندی وړل شوی».

د سلواکیا صدراعظم ادوارد هیګر د اپریل په اتمه (وري ۱۹) ویلي وو چې هیواد یې د خپل اس-۳۰۰ دفاعي سیستم اوکراین ته ډالۍ کړ چې کیف وکړای شي د روسیې د پوځي برید په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د رویترز اژانس وایي چې د اوکراین پوځ پدې اړه د تبصرې لپاره سمدستي د دوی غوښتنې ته ځواب ندی ویلي.

اوکراین پدې وروستیو کلونو کې تر ډیره په لویدیځو پوځي مرستو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو په پوځي مرستو تکیه ده. خو پدې هیواد باندې د روسیې د یرغل وروسته لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه امریکا دغه هیواد ته پوځي مرستې زیاتې کړې دي.

په یو وروستي مورد کې متحده ایلاتو د سه شنبې په ورځ اپر یل پنځمه (وري ۱۶) اعلان وکړ چې اوکراین ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د زرهې ضد وسلې برابروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونې بلینکن، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د لارښونې سره سم ټاکل شوې اوکراین ته پوځي مرستې – د زرهې ضد وسلې – برابرې شي تر څو د هغه هیواد پوځي اړتیاوی پوره شي.

XS
SM
MD
LG