د لاس رسي وړ اتصالات

سلواکیا اوکراین ته د میزایلو د دفاع سیستم ډالۍ کړ 


د هوایي دفاع سیستم
د هوایي دفاع سیستم

د سلواکیا صدراعظم ادوارد هیګر نن د جمعې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) وویل چې هیواد یې خپل د میزایلو اس-۳۰۰ دفاعي سیستم اوکراین ته ډالۍ کړ چې کیف وکړای شي د روسیې د پوځي برید په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د پیل راهیسې تل د لویدیځو هیوادونو څخه غوښتي چې دې هیواد ته د هوایي دفاع تجهیزات ورکړي چې په اوکراین کې د روسیې د روانو بریدونو مخه ونیسي. هغه بریدونه چې د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴مې نیټې راهیسې روان دي.

د رویترز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ښاغلي هیګر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایمیل له لارې استول شوې ویلي چې "زه تائیدولای شم چې سلواکیا خپل اس-۳۰۰ دفاعي سیستم د اوکراین د غوښتنې په اساس هغه هیواد ته ډالۍ کړی دی تر څو هغه هیواد د روسیې د فدراتیف پوځي یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

ښاغلي هیګر چې د جمعې په ورځ د اوکراین د پلازمینې کیف په کتنه بوخت و، وویل چې د سلواکیا خپل دفاعي سیستم هم مصوون دی.

سلواکیا چې اوس د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) غړی هیواد دی د اس-۳۰۰ یو دفاعي سیستم یې درلوده چې په ۱۹۹۳ کې د چکوسلواکیا د دوه ټوټه کیدو وروسته ورته په میراث رسیدلی و.

له دې دمخه د خپلو هغو متحدینو څخه چې د روسي دفاعي سیستمونو اس-۳۰۰ او اس-۴۰۰ څخه استفاده کوي غوښتي وو چې اوکراین ته یې چې د روسيې پوځ پرې یرغل کړی ورکړي، ځکه د اوکراین پوځ ددغه ډول پوځي تجهیزاتو له استعمال سره بلد دی.

اوکراین پدې وروستیو کلونو کې تر ډیره په لویدیځو پوځي مرستو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو په پوځي مرستو تکیه درلودلې ده. خو پدې هیواد باندې د روسیې د یرغل وروسته لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه امریکا دغه هیواد ته پوځي مرستې زیاتې کړې دي.

په یو وروستي مورد کې متحده ایلاتو د سه شنبې په ورځ اپر یل پنځمه (وري ۱۶) اعلان وکړ چې اوکراین ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د زرهې ضد وسلې برابروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونې بلینکن، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د لارښونې سره سم ټاکل شوې اوکراین ته پوځي مرستې – د زرهې ضد وسلې – برابرې شي تر څو د هغه هیواد پوځي اړتیاوی پوره شي.

XS
SM
MD
LG