د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن روسیه د اوکراین د ریل ګاډي په تم ځای کې په «وحشتناک ظلم» تورنه کړه 


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) د ریل ګاډي په یو تم ځای باندې د توغندي برید وروسته روسیه د «وحشتناکه ظلم» په کولو تورنه کړه.

د اوکراین په ختیځ کرماتورسک ښار کې د ریل ګاډي په تم ځای کې د شخړې په وجه د خلکو د ایستلو بهیر روان و چې پرې توغندی ولګید او لږ تر لږه ۵۰ کسان په کې ووژل شول.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې پر اوکراین باندې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځواکونو د یرغل څخه څه دپاسه یوه میاشت تیریږي چې د پلازمینې کیف د نیولو په وړاندې یې د مقاومت په نتیجه کې پلانونه شنډ شول، اوس مسکو خپله پاملرنه د اوکراین ختیځ او جنوب ته اړولې ده.

ښاغلي بایډن په ټویټر لیکلي چې: «د اوکراین د ریل ګاډي په تم ځای برید یو بل وحشتناک ظلم دی چې روسیې ترسره کړی، هغه ملکي وګړي په نښه کوي چې هڅه کوي ووځي او امن ځای ته ولاړ شي.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د کرماتورسک ښار د ریل ګاډي په تم ځای کې د ۳۰۰ کسانو د ژوبل کیدو خبر هم ورکړی دی او ویلي یې دي چې دغه برید ښیي چې «دښمن هیڅ حدود» نه پیژني. خو د روسیې د دفاع وزارت ددې برید ترسره کول رد کړي دي.

ښاغلي زیلینسکي په یوه اعلامیه کې ویلي: «د جګړې په میدان کې زمونږ په وړاندې د دریدلو د توان او جرات لرلو د نشتون په صورت کې هغوی په قصدي ډول ملکي وګړي له منځه وړي.»

همداشان ښاغلي بایډن په یو ځانګړې اعلامیه کې د سلواکیا څخه مننه کړې چې اوکراین ته یې په روسیه کې جوړ شوی د میزایلو اس-۳۰۰ دفاعي سیستم ډالۍ کړی دی.

د سلواکیا صدراعظم ادوارد هیګر نن د جمعې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) وویل چې هیواد یې خپل د میزایلو اس-۳۰۰ دفاعي سیستم اوکراین ته ډالۍ کړ چې کیف وکړای شي د روسیې د پوځي برید په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

ښاغلي بایډن زیاته کړې چې: «ښایي د روسیې پوځ په خپل هدف کې چې کیف ونیسي ناکامه شوی وي، خو خپلو بیرحمو وحشتناکه اعمالو ته دوام ورکوي.» هغه وویل چې زیلینسکي شخصا دا مسله په ډاګه کړې چې اوکراین څنګه د اس-۳۰۰ دفاعي سیستم ترلاسه کولی شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل: «پداسې حال کې چې د روسیې پوځ ددې جګړې بل پړاو ته موضع نیسي، ما خپل حکومت ته امر کړی چې له هیڅ ډول هڅې څخه دریغ ونکړي چې د اوکراین پوځ ته د د اړتیا وړ د پرمختللو وسلو وړتیاوې په ګوته او برابرې کړي.»

اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د پیل راهیسې تل د لویدیځو هیوادونو څخه غوښتي چې دې هیواد ته د هوایي دفاع تجهیزات ورکړي چې په اوکراین کې د روسیې د روانو بریدونو مخه ونیسي. هغه بریدونه چې د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴مې نیټې راهیسې روان دي.

XS
SM
MD
LG