د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: په ماریوپول کې ۹۵۹ اوکرایني سرتېري تسلیم شوي


د اوکراین تسلیم شوي سرتېري
د اوکراین تسلیم شوي سرتېري

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په همدې اونۍ کې په محاصره شوي ښار ماریوپول کې ۹۵۹ اوکرایني سرتېري ورته تسلیم شوي دي.

د اوکراین مقاماتو دا شمېرې تائید کړي نه دي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار تېره ورځ وويل چې شاوخوا ۲۶۰ پوځیان یې،‌ چې ۵۳ یې زخمیان دي، د «ازوفستال» د وسپنې له فابریکې څخه وتلي‌ دي. نوموړي ویلي وو چې زخمیان د روسیې او د مسکو د طرفدارو جنګیالیو تر کنترول لاندې سیمو کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

روسيې دا «ډله ایز تسلېمېدل» بللي خو اوکرایني چارواکي وايي چې سرتېرو یې خپل ماموریت بشپړ کړی دی.

د ماریوپول ښاروال وایدم بوچینکو وویل: «هدف دا و چې زموږ ځوانانو، چې په مېړانې يې د ښار دفاع وکړه او د دښمن مخه یې ډب کړه، هغوی ته یې اجازه ورنکړه چې له ماریوپول څخه تېر شي.»

نوموړي د امریکا غږ د اوکراین څانګې سره په خبرو کې زیاته کړه: «هغوی ملت ته په دې ډول خدمت وکړ. هغوی د اوکراین وسله والو ځواکونو او نورو ښارونو ته فرصت برابر کړ چې په اوکراین کې د د دغې پیل شوې وحشتناکې جګړې لپاره نور هم ښه برابر او چمتو شي.»

لا معلومه نه ده چې د دغو اوکرایني سرتېرو سره به څه کېږي. یو روسي مقام شک ښودلی چې ښايي دا له روسي عسکرو سره تبادله شي.

ښايي د ماریوپول ښار نیول، چې شاوخوا ۴۳۰۰۰۰ نفوس لري، د اوکراین په روانې درې میاشتنۍ جګړې کې د روسیې تر ټولو ستر بری وي. خو روسیه توانېدلې نه ده چې نورې سیمې ونیسي او د ولاديمیر زیلینسکي حکومت نسکور کړي.

اوکرایني چارواکي وايي د روسیې په یرغل کې تر دې دمه د ماریوپول په ښار کې شاوخوا ۲۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي او د دغه ښار ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي دي «سخته ده» معلومه شي چې په ماریوپول کې د عملیاتو ختمېدل څه مانا لري. نوموړي زیاته کړه چې د روسیې هدف ښکاره دي چې د «دونباس او د هېواد ختیځ بندر محاصره کړي او ونیسي. »

د اوکراین د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د خارکیف په سیمه کې د تهاجمي عملیاتو په مخنیوي کې د روسیې ځواکونه په شا تمبولي او هغه سیمې یې بېرته نیولې چې اوکراینیان د روسیې سرحد ته نژدې کوي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په یوکراین یرغل پیل کړ چې د ولسي تلفاتو سربېره د اوکرایني مقاماتو په وینا ۷.۷ میلیون نور اوکراینیان له خپلو سیمو بېځایه او کډوال شوي ‌دي.

XS
SM
MD
LG