د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: اوسني وضعیت کې واک ته د طالبانو رسېدل ناشونې ښکاري


په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال دیمیتري پولایانسکي وايي چې په اوسني وضعیت کې واک ته د طالبانو رسېدل "ناشونې" ښکاري.

د تاس روسي اژانس رپوټ پر بنسټ دغه روسي چارواکي پرون پنجشنبه جولای ۲۹ (زمری اوومه) په مسکو کې یو خبري غونډې ته ویلي چې مسکو هیله مند دی تر څو افغانستان کې د دولت او طالبانو تر منځ "ملي دیالوګ" پیل شي چې په پایله کې یې "د ملي روغې جوړې" یو حکومت رامنځ ته شي.

ښاغلي پولانسکي ویلي چې روسیه چمتو ده تر څو د ملي ډیالوګ جوړېدو لپاره په ځانګړي ډول د ترویکا هېوادونو ناستو له لارې چې امریکا، روسیه، چین او پاکستان یې غړیتوب لري همکاري وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانکړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې د ترویکا راتلونکې ناسته به دوحې کې د راتلونکې زېږدیزې میاشتې په اوږدو کې د غړو هېوادونو استازو په حضور کې ترسره شي.

د ترویکا غړو هېوادونو په تېرو ناستو کې د طالبانو د امارت جوړېدو سره مخالفت ښودلی دی.

له بلې خوا ضمیر کابلوف ویلي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو ترینګلتیا "اصلي لامل" په افغانستان کې د "کورني سیاست وضعیت دی".

ښاغلی کابلوف، افغان چارواکي د طالبانو له بریدونو نه د خپلو سیمو په ساتلو کې "ناکام ګڼي" او دا یې ویلي چې دغه چارواکي د ملامتۍ بار پر نورو اچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن هند کې د (تایمز اف انډیا) ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې تېره ورځ دا منلې چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري.

هغه دا هم ویلي چې پاکستان دې د دغه نفوذ نه په استفادې پرې نږدي چې طالبان واک ته ورسیږي.

له دې وروسته چې افغانستان کې د طالبانو له خوا یو شمېر سیمې ونیول شوې، په ټولنیزو رسنیو کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو ټون بدل شوی دی.

XS
SM
MD
LG