د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او تاجکستان د طالبانو د ګواښونو په مخنیوي خبرې وکړې 


وسله وال طالب
وسله وال طالب

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویوګو له خپل تاجک سیال شیر علي میرزا سره خبرې کړي چې څنګه د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو د ګواښونو مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه په وتلو دي، روسیې تاجکستان سره د مرستو ژمنه کړې چې په سرحد کې نوي پوستې جوړې کړي. ټاکل شوې چې دا دواړه هېوادونه بله میاشت لوی ګډ پوځي تمرینونه هم وکړي.

د روسیې «تاس» خبري اژانس د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې دواړو هېوادونو وزیرانو په تیلیفون کې «د افغان-تاجک په سرحد کې وضعیت د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د مخ په خرابېدونکي حالت اړوندو ګواښونو د مخنیوي په اړه په اقداماتو خبرې وکړې.»

روسیه په تاجکستان کې یو لوه پوځي اډه لري. مسکو په افغانستان کې په روانو حالاتو په وار وار اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو په دې وروستیو کې په شمال کې ځینې ولسوالۍ ونیولې، د همدې میاشتې په پیل کې د طالبانو له بریدونو وروسته سلګونه افغان امنیتي ځواکونه تاجکستان ته اوښتي وو چې افغان حکومت بیا په الوتکو کې کابل ته ولېږدول.

روسیه، تاجکستان او ازبیکستان، چې له افغانستان سره کډ سرحد لري،‌ بله میاشت یو ځای لوی پوځي تمرینونه کوي.

مسکو وار د مخه په تاجکستان کې د خپلې پوځي اډې د قوي کولو لپاره د یو شمېر پوځي وسایلو لېږدول پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG