د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: امریکا مو عمده امنیتي اندیښنو ته ځواب ندی ویلی


روسیې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) وویل څرکنده ده چې متحده ایالاتو ندي غوښتي چې د مسکو عمده امنیتي اندیښنو ته ځواب ووایي، خو د اوکراین په سر نورو خبرو ته یې دروازه خلاصه پریښې ده.

د کریملن ویاند دیمتري پسکوف وايي چې د روسیې وړاندیزونو ته د واشنګټن د رسمي ځواب ویلو په هکله نه غواړي په بیړه نتیجه ګیري وکړي.

ښاغلي پسکوف وویل دا به وخت ونیسي چې مسکو د امریکا د چهارشنبې د ورځې ځواب وارزوي.

خو هغه زیاته کړه: «د هغه څه په اساس چې زمونږ همکارانو تیره ورځ وویل، دا پوره روښانه ده چې پدغو اسنادو کې د کښل شویو عمده کتګوریو له مخې مونږ نه وینو چې زمونږ نظریاتو ته پاملرنه شوي وي او یا لیوالتیا ښودل شوي وي چې زمونږ انديښنو ته ځواب وویل شي.» خو په وینا یې « مونږ به یې په ارزونه کې بیړه ونکړو.»

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې د کریملن دغه غبرګون دا څرګندوي چې روسیه د متحده ایالاتو او ناټو غبرګونونه نه ردوي او یا د دپلوماسۍ لپاره دروازې نه تړي.

د دپلوماسۍ دوام

د متحده ایالاتو او ناټو رسمي ځواب چې د چهارشنبې په ورځ واستول شو ندی عام شوی، خو دواړو پداسې حال کې د روسیې غوښتنې رد کړي، چې پر نورو موضوعګانو لکه د وسلو کنترول، د باور د رامنځته کولو سنجشونه او پوځي تمرینونو د کچې محدودولو باندې خبرې په کې شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي واشنګټن د «ناټو د خلاصو دروازو» پالیسۍ ته ژمن دی او ناټو ویلي چې د خيلو بنیادي اصولو نه به تیر نشي.

له بلې خوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا د کریملن له تبصرې دمخه وویل چې ډیر ممکن دي روسیه لږ تر لږه تر دوو اونیو پورې د کیف او لویدیځ سره دپلوماسۍ ته دوام ورکړي.

ښاغلي کولیبا وویل کیف د ټولو سناریوګانو لپاره تیاری نیسي. خو زیاته یې کړه چې اوس د روسیې عمده ستراتیژي د اوکراین بې ثباته کول دي، چې په کې د سایبري بریدونو د غلطو معلوماتو د خپرولو کمپاین شامل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا ویلي چې د متحده ایالاتو سره د جدې خبرو کولو هیله شته، خو «ډیره مهمه پوښتنه زمونږ څرګند موقف دی چې د ختیځ په لور د ناټو پراخیدل او د ضربتي وسلو لیږدول د منلو وړ ندي، کوم چې د روسیې خاوره ګواښي.» د ښاغلي لاوروف دغه څرګندونې د هغه د وزارت په ویبپاڼه خپرې شوي او هغه ویلي چې ښاغلی پوتین به د روسیې د راتلونکي اقدام په هکله تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG