د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ناټو د روسیې امنیتي غوښتنو ته کتبي ځواب ووایه 


روسیه کې د امریکا سفیر جان سلوان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته په کتبي شکل د امریکا ځواب لیږدوي 
روسیه کې د امریکا سفیر جان سلوان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته په کتبي شکل د امریکا ځواب لیږدوي 

متحدو ایالتونو او ناټو په خپلو وروستیو دیپلوماتیکو هڅو کې د اوکراین په ګډون له خپلو مختلفو شریکانو سره تر سلامشورو وروسته د جګړې د مخنیوي لپاره د روسیې امنیتي غوښتنو ته په کتبي ډول ځواب ویلی دی.

دغه اسناد د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغې ۶) په روسیه کې د امریکا د سفیر جان سلوان له خوا شخصا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شول.

ناټو هم د اروپا د امنیت په اړه خپل ځوابونه چې د چارواکو له خوا‌ په څو پاڼو کې برابر شوي وو په جلا ډول روسیې ته ورکړي دي.

چارواکي دا ځوابونه د کرملین اندیښنو ته یوه لار او همدارنګه ټولو طرفونو ته د دیپلوماسۍ د دوام لپاره یو فرصت بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن خبریالانو ته د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل:" هغه اسناد چې موږ وسپارل د روسیې د اعمالو په اړه چې امنیت تر پوښتنې لاندې راولي د امریکا متحدو ایالتونو او زموږ د شریکانو اندیښنې پکې شاملي دي. د هغو اندیښنو چې روسیې مطرح کړي اصولي او عملي ارزونه او د هغو برخو په اړه زموږ وړاندیزونه چې ممکن وکړای شو مشترکې زمینې پیدا کړو."

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، په اوکراین کې یې په متقابل شکل د پوځیانو د ځای پرځای کیدو د احتمال او همدارنګه په اروپا کې د نظامي تمریونونو او مانورو په اړه د اعتماد د زیاتیدو په اړه پر اقداماتو کار کړی دی.

که څه هم امریکایي چارواکو په دې اړه د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو هیله یې څرګنده کړه چې واشنګټن او مسکو وکړای شي یوې اجماع ته ورسیږي او ان په اروپا کې د مزایلو د کنټرول پورې د اړوندو مسایلو په برخه کې پرمختګ وکړي.

د مسکو عمده امنیتي غوښتنې دادي چې د اروپا ختیځ ته دې د ناټو لمنه نه غځیږي، په خاص ډول اوکراین او جورجیا ته. مسکو همدارنګه له شرقي اروپا څخه د ناټو پوځیانو ایستل غواړي.

امریکا د خبرو د پیل لپاره دا غوښتنې رد کړي دي او ویلي دي چې روسیه باید له اوکراین سره په پوله کې خپل پوځیان وباسي.

واشنګټن مسکو ته د نظامي تمرینونو او شفافیت او د مزایلو د ځاي پرځای کیدو د یو شمیر مسایلو په اړه د خبرو اترو وړاندیز کړی دی.

روسیه دغو کتبي وړاندیزونو ته په احتیاط ځواب ویلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو د ناټو د اسناتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې انټرفاکس خبري آژانس ته وویل:"موږ به یې ولولو او مطالعه به یې کړو."

خو په مقابل کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل چې د عجلې زیاتیدونکی احساس شته او له مسکو څخه یې غوښتي دي څو له اوکراین، ګرجستان او مولدوا څخه خپل پوځیان چې د هغو هیوادونو له رضایت پرته ځای پرځای شوي، وباسي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل اوس له یوه حساس حالت سره مخ شوي او خبرداری یې ورکړ چې روسیې څه باندې ۱۰۰ زره پوځیان له اوکراین سره پولې ته نږدې ځای پرځای کړي دي او نور اضافه پوځیان د‌ځای پرځای کیدو‌په حال کې دي.

د جوبایډن تازه خبرداری

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په تازه څرګندونو کې روسیې ته خبرداری ورکړی دی که یې په اوکراین یرغل وکړ، په ولسمشر ولاديمیرپوتین باندې به سخت او پراخ بندیزونه ولګول شي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) وویل: «ما ولسمشر پوتین ته دا خبره واضح کړې ده چې په اوکراین باندې یرغل به د اقتصادي بندیزونو تر څنګ جدي‌ عواقب ولري او موږ به په ختیځه برخه پولنډ، رومانیا او نورو کې خپل او د ناټو حضور زیاتوو.»

ښاغلي بایډن زیاته کړه: «که هغه [پوتین] له دغو ټولو ځواکونو سره مخ په وړاندې ولاړ شي، دا به له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته تر ټولو لوی یرغل وي‌. دا به نړۍ بدله کړي.»

د امریکا د دفاع وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې خپلو ۸۵۰۰ سرتېرو ته یې د تیارسۍ امر کړی چې اروپا ته یې واستوي، ښاغلي بایډن وویل چې دا عسکر به مستقیمآ اوکراین ته نه استول کیږي، ځکه چې اوکراین د ناټو غړی نه دی.

XS
SM
MD
LG