د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه پولنډ او بلغاریا ته د ګازو صادرات بندوي


چارواکو په پولنډ او بلغاریا کې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۶ (غوایي شپږمه) وویل چې روسیه دغو دوو هیوادونو ته د طبعي ګازو لیږد بندوي.

دغو چارواکو وویل روسیې وروسته له هغه دغه پریکړه وکړه چې بلغاریا او پولنډ په روسي ربل مسکو ته د ګازو د پیسو لیږد سره مخالفت وکړ.

د اروپايي ټولنې او ناټو دغو دوو غړو هیوادونو وویل چې د روسیې ګازپروم شرکت هغوی ته خبر ورکړی چې د چهار شنبې ورځې اپریل ۲۷ څخه به دغو هیوادونو ته د ګازو لیږد بند کړي.

دغو هیوادونو ته د ګازو لیږدو وروسته له هغه بندیږي چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیره میاشت وویل چې "غیر دوست" خریداران باید ګازپروم شرکت ته د امریکایي ډالرو او یورو پر ځای روسي روبل ورکړي.

د پولنډ د ګازو دولتي کمپنۍ PGNiG ویلي دي چې ګازپروم شرکت هغوی ته ویلي دي چې د Yamal-Europe ګازو د نل لیکې له لارې به هغوی ته د ګازو لیږد د چهار شنبې په ورځ په سیمه ایزو وخت د سهار په اتو بجو ودریږي.

وروسته بیا د بلغاریا د انرژۍ وزارت وویل هغوی ته هم ویل شوي‌ د چهار شنبې په ورځ به د ترک سټریم نل لیکې له لارې هغوی ته د ګازو لیږد بند شي.

پولنډ د روسیې د یرغل پرمهال د ګاونډي هیواد اوکراین قوي ملاتړی پاتې شوی دی او یاد هیواد ته د متحدو ایالتونو او نورو غربي هیوادونو د وسلو د لیږد مسیر ګڼل کیږي.

د‌ پولنډ حکومت روانه اوونۍ تائید کړه چې د اوکراین پوځ ته ټانکونه استوي. نوموړي هیواد د سه شنبې په ورځ د بندیزونو یو لست اعلان وکړ چې پکې د ګازپروم په ګډون پنځوس کمپنۍ او کسان په نښه شوي ډي.

اروپا د روسیې د طبیعي ګازو پراخه برخه واردوي او د بریښنا د تولید او د کارخانو د سوند توکو په برابریدو سربیره خپل کورونه هم پرې تودوي. اروپا ته د روسیې ګاز د اوکراین د جګړې له وخته روان وو.

اسوشیټید پرس وایي چې د روسیې د ګازو ۶۰ سلنه برخه په ایرو او پاتې په ډالرو ورکول کیده. خو پوتین وایي چې د ګازو پیسې باید په روسي روبل ورکړل شي څو د هغه هیواد د پولي واحد ارزښت د غرب د بندیزو په جریان کې لوړ شي.

اروپايي مشرانو ویلي دي چې هغوی به د ګازو پیسې په روبل ورنکړي ځکه دا نه یوازې د قرار داد شرایط بلکې پر روسیې لګیدلي بندیزونه نقض کوي.

XS
SM
MD
LG