د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: مونږ هیڅکله د ولسمشر اسد د حکومت پلوي نه ده کړې


روسیه وایي هیڅکله یې د ولسمشر بشارلاسد د حکومت پلوي نه ده کړې. د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیی د سوریې په بحران کې د یوې خوا په ضد د بلې خوا ملاتړ نه دی کړی او اعتراض یې کړی چې نورهیوادونه د روسیې د پالیسیوو سمه نمایندګي نه کوي. ،،مونږ هیڅکله پدی رژیم زړه نه و تړلی او هیڅکله مو د هغې طرفداري نه ده کړې. زمونږ د ټولو اقداماتو مقصد دا دی چې د ژنیو موافقه عملي شی او یو انتقالی هیات تشکیل شي. یواځي دومره ډاډ غواړو چې دا وضع بدله شي او داسي حالت رامنځ ته شي چې د سوریې ولس وکړی شي پخپله د خپلو خلکو، د خپلو رهبرانو او د خپل هیواد د مشرتابه دغوره کولو پریکړې وکړي.،،

د سرګي لاوروف د دې تبصرو نه یوه ورځ مخکي، پرون د روسیی صدراعظم دمتری میدویدوف وویل ښاغلي اسد ډیره سخته سهوه وکړه چې دموکراتیک اصلاحات یې چې د سوریی د مخالفینو غوښتنه وه، وځنډول.

نوموړي وویل چې ښاغلی اسد باید بیړه کړې وای او د معتدلو مخالفینو سره غږیدلی وای. دی په دی نظر دی چې په قدرت کې د ولسمشر اسد د پاتی کیدو چانس اوس ډیر کم دی.

روسیه د ډیر وخت راهیسې د اسد واکمنې کورنۍ ته وسلې ورکوي او د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پریکړې یی ویتو کړې ده. د امنیت شورا ښاغلی بشر په دې غندلی چې ډموکراسي پلوه سوله ایز پاڅون یې ځپلی دی.

نن د سوریې د مخالفینو د ایتلاف غړو په پاریس کې د سوریې د دوستانو د ډلې د نمایندگانو سره وکتل . په غونډه کې د فرانسې خارجه وزیر وویل چې مخالفینو ته باید د خپل ځان د دفاع او د خپلو سیاسي هدفونو د ملاتړ لپاره وسایل ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG